.jpg)
داعش وسلهوالې ډلې د جوزجان درزاب ولسوالۍ مغل او اولاد کلیو استوګن اړکړي چې له خپلو کورونو ووځي او ورته ویلي یې دي د کورونو دروازې دې خلاصې پرېږدي. چارواکي وايي، ممکن دا امر د دې لهپاره وي چې داعش ډله د امنیتي ځواکونو په مقابل کې د ولسي خلکو له کورونو د سنګر په توګه کارواخلي.
دغه بېځایه شوي چې په جوزجان ښار کې یې اړولي وايي، داعشیانو کډې کولو ته اړکړي او خبرداری یې ورکړی؛ د بېرته ورستنېدو پرمهال به ووژل شي.
دوی زیاتوي، یوشمېر ځايي ولسي خلک له داعش ډلې سره د فزیکي نښتې په ترڅ کې وژل شوي او ټپيان شوي او دغه ډله د ټپيانو او مړو لېږد اجازه نه ورکوي.
.jpg)
د جوزجان درزاب ولسوالۍ ځاي ناستی امنیې قوماندان امانالله وايي، داعش جګړهمارانو ۴۰۰ کورنۍ د درزاب له مغل او اولاد سیمو کډه کولو ته اړکړي دي.
ښاغلي امانالله سلاوطندار ته وویل، د بېځایه شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دغه بهیر لاهم دوام لري.
دا داسې مهال ده، چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د جوزجان درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او داعش جګړهمارانو ترمنځ نښته روانه ده. درزاب او قوشتپه له هغو ولسوالیو دي، چې داعش په کې پراخ حضور لري.
په دې اړه داعش ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.





