د شهید د اوونۍ نمانځنه په کابل کې۳تنه ووژل او۲نور يې ټپيان کړل

یوې معتبرې حکومتي سرچینې سلام وطندار ته ویلي دي، د شهید اوونۍ د نمانځنۍ په مناسبت په پلازمېنه کې یو شمېر لنډغرو پر ولسي او امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دې نښته کې د ملي امنیت یو تن افسر، یو ماشوم او ۲۲ کلن ځوان هلک وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا، په دغه ورځ د نمانځونکو له خوا د ملي امنیت د یو افسر په ګډون د ابن سينا روغتون یوتن ډاکټر هم سخت ټپي دی.

دغه سرچينه په داسې حال کې د دغو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي، چې تېره ورځ د ملي امنیت ریاست په مطبوعاتي خبر پاڼه کې د امنیت یو تن افسر د وژل کېدو او د یو تن د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

له بل لوري د عامې روغتیا وزارت ویاند کبیر کاوسي، د پېښې پخلی کوي او وايي، چې تېره ورځ د ابن سینا روغتون یو ډاکټر د لنډغرو له خوا سخت وهل شوی او څو ځایه یې پزه ماته شوې ده.

دغه نامسوله وسله وال لنډغر په کابل ښار کې سړکونو او واټونو ته راوتي وو، چې پر وسلو او نظامي یو نیمفورم سمبال وو.

هر ګړۍ د دې وېره احساسېده، چې د کوم هېواد وال کور به په ویر کښېنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د شهید اونۍ د نمانځې له پاره په پلازمېنه کې د خلکو ځاني امنیت خوندي کولو په موخه ځانګړی امنیتي کمېسیون هم جوړ شوی و.

د احمدشاه مسعود، د بنسټ او د امنیتي کمېسیون غړی نظري پریاني د شهید اوونۍ د نمانځې په ورځ د لنډغرو له خوا ولسي خلکو د ځورونو په اړه سلام وطندار ته وویل، هغه کسان چې وسلې لري او د ښاریانو د ځورونو او وژنې لامل کیږي، په هیڅ صورت د بنسټ استازي نه دي.

د پرياني په وينا هغه کسان، چې په واټونو کې راوځي او د خلکو د ځورونې سبب هم نه کيږي؛ بیا هم دغه ډلې د احمد شاه مسعود له بنسټ سره هیڅ تړاو نه لري.

ده همداراز وویل، د امنیتي ځواکونو او اړوند مسولینو دنده ده، چې د دا شان غیر مسولو ډلو مخه ونیسي.

پریاني زیاته کړه، د شهید اوونۍ د نمانځنې پر ورځ د ځانکړو کسانو له خوا پر یو شمېر کسانو وسلې ویشل کیږي، چې د خلکو په ذهنونو کې د احمدشاه مسعود په اړه کرکه پېدا کړي.

نظري همدا ډول وویل، د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر د مسعود ورور احمدولي مسعود او  زوی یې احمد مسعود د بنسټ له ټولو غړو غوښتنه وکړه، چې د ولسي خلکو د ځورونې لامل نه شي.

د هغه په وینا، د بنسټ غړیو له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې د هغو کسانو مخه دې و نیسي، چې د ولسي خلکو د ځورونې سبب ګرځي.

په ورته وخت کې د چارو شنونکی عصمت قانع وايي، د شهید اوونۍ د نمانځنې په ورځ هغه کسان، چې سړکونو او واټونو ته راوتلي و، وسلې یې لرلې او په هغو موټرو کې وو، چې د تګ راتګ دولتي اسناد یې لرل.

قانع وویل، که چېرې دغه کسان د احمد شاه مسعود د بنسټ استازیتوب نه کوي باید د دغه بنسټ د غړیو او مسولو امنیتي کسانو له خوا یې مخه نیول شوي وی.

نوموړي وویل، چې دغه کسان په داسې ورځو کې د خلکو د ځورونې لامل کیږي، په جهادي تنظیمونو پورې اړوندو خلک دي او د همدغو مشرانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام