
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې چې د دغه کمېسیون دوه کارکوونکي نن سهار په کابل کې یوې د یوې چاودنې له کبله وژل شوي دي.
دغه کمېسیون ویلي چې یو کارکوونکی حقوقي سلاکار او بل هم د دې ادارې موټرچلوونکی و.
چاودنه هغه مهال شوې چې دواړه دفتر ته روان وو.
د کابل پولیسو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړې چې د کابل په دولسمه امنیتي حوزه کې یوې چاودنې دوه ملکیان وژلي دي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، یاده پېښه نن سهار د کابل په پلچرخي سیمه کې پر یوه کرولا ډوله موټر پسې د نښلول شوي چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.
تر اوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.





