پاکستاني رسنيو خبر ورکړ، چې دپاکستان په هڅو طالب استازو او افغان حکومت په دوبۍ کې یوه لومړنۍ ناسته کړې ده.
دپاکستان د ایکسپرس نیوز (دوشنبه د فیبرورۍ ۲مه) دخبر له مخې دا دطالب استازو او افغان حکومت ترمنځ دمذاکراتو پېل دی.
سرچينې دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم له خولې لیکلي، چې پاکستان دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ناستې داسانتیا برابرولو رول ترسره کولو ته چمتو دی.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت ددې ناستې رد یا تایېد نه دی کړی.
راپورونه وايي، دغه ناسته کې د طالبانو په استازيتوب ملا ګل اغا، ملا عباس، او ملا جلیل اخوند ګدون کړی و.
دجیش المسلمین ډلې مشر اکبر اغا سلام وطندار سره به خبرو کې له دې ناستې بې خبري ښودلې خو په لویه کې دمذاکراتو په اړه د خوځښت خبر ورکوي.
دښاغلي اکبر اغا په خبره، په ورستيو کې هغه هیوادونه چې طالبانو سره دمذاکراتو خبرې اندېښمن کړي و هغوي لیوالتیا ښودلې او دمرستې ژمنه یې کړې ده.
اکبر اغا د ملا ګل اغا، ملا عباس او ملا جلیل په اړه وايي، چې که دوي افغان حکومت سره مخ په مخ ناست وي نو دا دطالبانو له لورې د یو باصلاحیته او واک لرونکي اشخاصو سره لېدنه ده او طالبان به یې له پرېکړو ملاتړ وکړي.
ملا جلیل اخوند دطالبانو دواکمنۍ پر مهال دبهرنيو چارو وزارت سیاسي معین او دمرکزي کمېټې غړی پاتې شوی او همدا ډول دنایب ملا اختر سره نږدې اړيکې لري، ملا ګل اغا د روغتیا په وزارت کې لوړ پوړی چارواکی و او ملا عباس ستانکزی دطالبانو د مالي مسایلو مسول ګنل کيږي او دا هم د ملا اختر د ډلې اړیکې د ځینې ملاتړو هیوادونو له شبکو سره ټېنګوي.
ځینې سرچينې وايي دملا عمر او ملا اختر د ملګرو ترمنځ د اختلاف له امله زیات امکان ددې خبرې شته، چې د روان کال تر ورستيو به دملا اختر ډله له افغان حکومت سره تفاهم ته ورسيږي.
دا هغه ډله ده چې دپاکستاني څارګرو ادارو له لورې هڅول شوې، چې افغان حکومت سره خبرو ته کېني.
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، امریکا د قطر په دفتر کې طالبانو سره ژمنه کړې، چې په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه وځي؛ نو ځکه طالبانو ته دجګړې د اوږدېدو دلیل نه پاتې کيږي.
مژده زیاتوي، امریکا له طالب استازو غوښتلي، چې افغان حکومت سره خپلې ستونزې حوارې کړي او د روغې جوړې د خبرو میز ته سره کېني.
مژده دا هم وايي، چې طالبان لا د امریکا په دې ژمنه، چې له ۲۰۱۶ کال وروسته به له افغانستانه وځي؛ باوري نه دي.
وحید مژده سلام وطندار ته وویل، د طالبانو دمشر د پرېکړې له مخې د مذاکراتو یواځينی ادرس د قطر دفتر دی او طالبان له همدې یوې لارې باید د سولې خبرې مخ ته بوځي.
د مژده په خبره که ملا ګل اغا، ملا عباس او ملا جلیل دې ناسته کې ګډون کړی یې نو دا دطالبانو ترمنځ د بېلوالي او درځ نوې خبره ده، چې ترې څرګنديږي طالبانو خپل پخوانی ځواک له لاسه ورکړی.
ځینې سرچينې وايي چې لږه موده وړاندې ملا عباس د ملګرو ملتونو له استازو سره هم خبرې کړې وې او په ځينو برخو کې یې نظرونه سره تبادله کړي و.
دسولې خبرو ته د افغان طالبانو را ماتېدو یو دلیل سیمه کې د داعش تازه پېل شوي فعالیتونه په ګوته کيږي او ویل کيږي، چې وسله والو طالبانو سره هم اندېښنې پېدا شوي دي.
بل لورې دسولې عالي شورا چې افغانستان کې د سولې خبرې پر مخ وړلو له پاره دپخواني ولسمشر حامد کرزي په وړاندیز او د مشورتي جرګې په پرېکړه جوړه شوې وه، طالبانو سره دخبرو په پرمختګ بې خبري ښيي.
ددې جرګې ویاند شهزاده شاهد سلام وطندار ته وویل، چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ورستيو ناستو خبر نه دی خو وايي ددا ډول ناستو ترسره کېدل له امکان لرې نه دي.
دجنوري میاشتې په ۲۲ نېټه افغان ولسمشر اشرف غني هم د یو لوړپوړي پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی و او هلته یې په بېلا بېلو موضوعاتو دامارتي چارواکو سره خبرې اترې کړې وې.
په هم هغې ورځو کې دسولې دعالي شورا یو مخکښ غړي قاضي امین وقاد رسنيو سره خبرو کې ویلي و چې ولسمشر به دمتحده عربي اماراتو څخه د ډيرو هیلو سره را وګرځي.
هغه مهال وقاد له افغان چارواکو غوښتي و چې دا ډول څرګندونو ډډه وکړي چې هیواد کې د جګړې د دوام سبب ګرځي.
متحده عربي امارات له هغه هیوادونو شمارل کيږي، چې دطالبانو د اسلامي امارت سره یې نږدې اړېکې درلودې.
دچارو د شنونکو په اند عربي امارات دافغان سولې په اړه نتیجه ورکونکی رول ترسره کولی شي او هغه اړېکې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې ورسره لرلې کولی شي طالب استازي او افغان حکومت سره مخ په مخ کېنوي.





