په نورستان کې ډروند برید ۸ تنه ووژل

دولتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې  د وانټ وایګل ولسوالۍ کې پر وسلوالو د بې پيلوټه الوتکو د برید له امله ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د نورستان ولایت شورا رییس انجینیر سعاد الله وایي، چې په دغه برید کې ۵ تنه وژل شوي، چې ۲ یې ملکي وګړي او ۳ یې وسله وال دي.

د سعاد الله په وینا، په وژل شویو عام وګړو کې یو تن مولوي قوس نومېده، چې وخت ناوخت به یې د ولایتي شوا دفتر ته د خلکو د ستونزو د هواري په موخه راتللو.

د نوموړي په خبره، د نورستان وانټ وایګل هغه سیمه ده چې مخابراتي شبکې په کې په سم ډول کار نه کوي او کله چې څوک غواړي د مبایل له لارې له چا سره اړیکه ونیسي، نو یو معلوم ځای ته چې هلته مخابراتي شبکې په سم ډول کار کوي؛ ورځي.

د ده په باور دا هماغه ځای دی، چې د اړتیا پر وخت د عامو وګړو تر څنګ وسله وال مخالفین هم د اړیکو نیولو لپاره ورځي.

د ده په وینا، بې پیلوټه الوتکې د مخابراتي شبکو او سیم کارت له لارې دغه ځای په نښه کړی او د وسله والو ترڅنګ یې عام وګړي هم وژلي دي.

سعاد الله وویل، په وانټ وایګل کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې، بې پیلوټه الوتکې ۵ بریدونه کړي، چې له امله يې ۱۵ تنه وژل شوي، چې ۲ په کې عام وګړي دي.

وانټ وایګل او کامدېش د نورستان په ختیځ کې هغه دوې ولسوالۍ دي، چې وسلوال په کې ډېر فعال او کله ناکله د بې پیلوټه الوتکو تر برید لاندې راځي.

همداراز په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د نورستان لپاره د وسله والو طالبانو پخوانی نومول شوی والي مولوي دوست محمد هم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام