
د کندهار ـ روزګان لویه لارې په دې وروستیو میاشتو کې پر روزګان ولایت د وسله والو طالبان د بریدونو له امله په بشپړ ډول تړل شوې ده.
د روزګان مرکز ترینکوټ له اوږدې کلابندۍ وروسته افغان امنیتي ځواکونو نوې خامه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستله، خو بدیلې لارې په تګ را تګ کې د مسافرو ستونزه حل نه کړه.
پر دغه لار هره ورځ سلګونه کوچني او یو شمېر ستر موټر، زرګونه مسافر، خوراکي او غیرخوراکي توکي له کندهار – روزګا او له هغه ځایه بیا نورو ولایتونو ته ورځي.
د کندهار ـ روزګان بدیله لار اوږده او داسې خامه ده، چې ډېر ځله موټر د لارې پر سر په خاورو کې بند پاتې کېږي.
د کندهار ـ روزګان لویې لارې مسافر شکایت کوي، چې مخکې به له کندهار ولایته په درېیو ساعتونو کې ترینکوټ ته رسېدل، خو اوس د لارې خرابوالي له امله ۸ ساعته سفر کوي.
عبدالواحد څوځلې له کندهار ـ روزګان ته سفر کړی.
نوموړي سلام وطندار ته وویل، نوې لار زیاتې ستونزې لري او د تګ را تګ پرمهال هر موټر دوه ـ درې ځلې د لارې په اوږدو کې بند پاتې کېږي.
دی وايي، په ډېر تکلیف ناروغان، سپین ږیري او خلک له موټرو ښکته کېږي او بیا ایسار موټر خلاصوي.
عبدالواحد وویل، که په ژمي کې پر دې لار لږ باران هم وشي؛ تګ را تګ ناشونی دی.
د دې لارې موټر چلونکی دین محمد وايي، هره ورځ یې لس ځایه موټر په خاورو کې بند پاتې کېږي او بیا سپرلۍ له موټره ښکته کوي، چې موټر له خاورو وباسي.
دی شکایت کوي، چې ګهیځ له کندهاره حرکت وکړي مازدیګر د روزګان مرکز ترینکوټ ته رسېږي.
د خادمزي او کریمي په نومونو دوه نور موټر چلوونکي وايي، یو ټپي او ناروغ، چي تر کندهار ولایته رسوي د اوږد مزل او لارې خرابوالي له امله مري.
دوی وايي، چې د کندهار ـ روزګان لویې لارې له جوړېدو او پرانیستلو پرته یې ستونزې نه حليږي.
د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي وايي، د کندهار ـ روزګان لويې لارې جوړولو تخنیکي سروې شوې او هڅه کوي، چې ډېر ژر يې د رغولو چارې پیل کړي.
شمسي وویل، چې د لويې لارې د بیا رغولو تر څنګ به یې امنیت هم ټینګ کړي.





