
د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله ۹ ولسي وګړي او ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د پروان د امنیه قوماندان محمد زمان مموزی وايي، چې په دغه چاودنه کې د یو سیمه ییز پولیس په ګډون ۱۸ ولسي وګړي ټپيان دي.
د مموزي پر وینا، دغه پیښه نن له غرمې وروسته نږدې ۳ بجې د یادې ولسوالۍ کلینیک ته شوې ده.
د نوموړي په خبره، تر اوسه لا د دې چاودنې څرنګوالی روښانه نه دی؛ خو داسې ویل کېږي، چې دا کومه بمي چاودنه نه، بلکې ځانمرګی برید وي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پر پولیسو او امنیتي ځواکونو دا ډول پېښې اکثره وخت د طالبانو له خوا کېږي.
دا ځانمرګی پېښه په داسې حال کې کېږي، چې سبا په کابل کې د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې څلورمه غونډه ده.





