
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وايي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین خوشحال سادات دې ولایت ته په سفر کې نیازمحمد نیازمند د امنیه قوماندان او نقیبالله یوسفي د بغلان امنیت امر په توګه معرفي کړيدي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ویلي، د بغلان پر امنیې قوماندانۍ د برید په تړاو یې څېړنې پیل کړي او هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په دنده کې یې غفلت کړی.

پر همدې مهال د بغلان ولایتي شورا مشر محمد صفدر محسني وايي، د بغلان پخوانی امنیه قومندان او د امنیت امر د بېکفایتۍ په دلیل د کورنیو چارو وزارت له لوري ګوښه کړل شويدي.
د بغلان پر امنیې قوماندانۍ د دوشنبې ورځې برید کې ۲۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ملکیانو په ګډون څه باندې ۶۰ نور امنیتي ځواکونه ټپیان شويدي.





