
پاکستاني سرحدي پولیسو له تېرې شپې راهیسې د کوم معلوم لامل پرته د تورخم دروازه د خلکو د تګ را تګ پرمخ تړلې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې دغه لار د پاکستاني سرحدي پولیسو له لوري تړل شوې ده.
خوږیاڼی وايي، ډېر ژر به د لارې تړلو لامل پوښتنه وکړي او د لارې په بېرته خلاصون کې به هڅه وکړي.
دغه راز د افغانستان د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند وویل، چې د پاکستان سرحدي پولیسو له مسوولو چارواکو سره یې د تورخم بېرته خلاصون په اړه خبرې کړي دي.
د مومند پروینا، د پاکستان سرحدي پولیسو ورته ویلي، چې د لارې تړلو امر ورته له اسلام اباد څخه شوی دی.





