د هلمند سُنګریان څه ډول ځواک دی؟

په دې وروستیو کې د "سُنګریانو" په نوم داسې یوه ډله پېدا شوې، چې د خلکو سره یې اندېښنې پېدا کړې دي.

دغه ډله په هلمند ولایت کې پېدا  شوې او داسې ویل کيږي، چې د داعش او د طالبانو د ملا رسول له ډلو سره هم اړيکې لري.

سُنګریان هغه ډله ده، چې د " درې مورچل" په نامه په یوه ترکي سریال کې مهم پوځي عملیات کوي او زیاتره د دولت د مخالفو وسله‌والو د چیریکي بریدونو مخنیوي کوي.

په سریال کې له دوی سره د حکومت له‌خوا، پوځي، هوايي، استخباراتي او نورې مرستې کيږي او د ډلې شمېر يې زیات نه‌وي، نو ځکه خو چیریکي جنګونه کوي.

له بل لوري بیا د ولسي جرګې غړی او د هلمند له‌پاره د ولسمشر اوپراتیفي استازی عبدالجبار قهرمان سلام‌وطندار ته وویل، چې یو کال وړاندې يې دولت ته وړاندیز کړی، څو په افغانستان کې د چیریکې جګړې د مخنیوي په موخه د ملي امنیت په چوکاټ کې ځانګړې ډله جوړه کړي.

هغه وايي، دغه ډله به د وسله‌والو طالبانو په لباسونو کې وي او د دوی له منځ څخه به حکومت ته کار وکړي.

د هغه پر خبره، حکومت په هلمند کې دا پلان عملي کړی.

د جبار قهرمان پر خبره، کومه اوپراتیفي ډله، چې اوس‌مهال په هلمند ولایت کې جنګيږي عام وګړي يې سُنګریان بولي، خو پر خبره يې دا د ملي امنیت ځانګړي کسان او اوپراتیفي ګروپونه دي، چې د هغوی په مدیریت سره کار کوي.

د نوموړي پر خبره له دغې ډلې اوس وسله‌وال مخالفین ویريږي، نو ځکه غواړي دغه ډله د خلکو ترمنځ بدنامه کړي.

هلمند له‌پاره د ولسمشر اوپراتیفي استازي پر خبره، دغه د ملي امنیت ډلې ته د سُنګریانو نوم ځايي خلکو ورکړی.

جبار قهرمان زیاتوي، چې دغه ډله په هلمند ولایت کې خورا لاسته‌راوړنې لري، خو د ملي امنیت له سم مدیریت سره به دغه ډله لا هم وځليږي.

قهرمان وايي، که هرڅوک له دغې ډلې شکایت لري، نو باید د هلمند د ملي امنیت له ادارې سره يې شریک کړي.

له بل لوري بیا د امنیتي چارو ځينې کارپوهان هم په دې باور دي، چې په افغانستان کې چیریکي جګړه ده او که ملي امنیت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې له داسې ډلو کار واخلي، نو دا به ډېره ګټوره وي.

د چارو کارپوه کابل‌خان تدبیر وايي، چې په یو شمېر نورو هغو هېوادونو کې، چې چیریکي جګړې وي، هغوی هم داسې اوپراتیفي ډلې جوړې کړې دي او د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې يې کارولې دي.

دی وايي، چې په افغانستان کې به هم داسې اوپراتیفي ډلې ښه نتیجه ورکړي، خو پر وینا يې یواځنی شرط به يې ښه مدیریت وي.

داسې هم ویل کيږي، چې ښايي د ملي امنیت له‌خوا داسې ډلې، لکه خلک يې چې "سُنګریان" بولي د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم رامنځ ته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام