شاوخوا درې اونۍ کېږي، چې د ارزګان ولایت په درېیو وسلوالیو کې نښتې روانې دي.
دغه نښتې د اروزګان ولایت په خاص اروزګان، شیهد حساس او دهراوت ولسوالیو کې د ولایت د نورو سیمو په پرتله سختې جګړې روانې دي.
د شهید حساس ولسوالۍ امنیه قومندان میرویس د ټلیفون په لیکه سلام وطندار وویل، چې د دې ولسوالۍ زیاتې سیمې دا مهال د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او دوی د پرسونل او مهماتو د کمښت له امله نه شي کولی، چې د وسلوالو پر وړاندې وجنګېږي.
قومندان وویل، اوسمهال کېداشي، چې د وسلوالو له خوا نیول شوې سیمې په کم لګښت سره بیاځلي د دولت په واک کې شي، خو دولت یې خبرو ته غوږ نه نیسي، د د ده په خبره، که چېرې وسلوال په نیول شویو سیمو کې ځای پر ځای شي؛ نو بېرته نیول به یې ستونزمن وي.
ده زیاته کړه، چې تېره شپه یې د دې ولسوالۍ په کښته او لوړ (دوان) سیمو کې له ۸ امنیتي پوستو نه پولیس راخلاص کړي او پوستې بېرته د وسلوالو طالبانو لاسته ته ورغلي دي.
د قومندان میرویس په وینا، تېره ورځ د دې ولسوالۍ په کیشي نومي سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت یو انتن هم د وسلوالو له لوري د ماینونو په واسطه په بشپړ ډول له منځ وړل شوې ده.
تر اوسه وسلوالو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت د پايي د له منځه وړلو په اړه رسینو ته څه نه دي ویلي، خو په خپلو استول شویو ټلیفوني پیغامونو کې وایي، چې د شهید حساس ولسوالۍ زیاته برخه د دوی په لاس کې ده.
په دې وروستیو کې د هېواد شمالي برخې د وسله والو له خوا د سختو بریدو لاندې دي، چې دولت یې هم پر وړاندې د بېلابېلو پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د (مې په ۲۷ مه ) ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا وستایله او زياته يې کړه، چې افغان امنيتي ځواکونه د هر ډول ګواښ د مهار کولو وړتيا لري.





