د ځیرک ښارګوټي په اړه ټولو ښکيلو لورو قانون نقض کړی

د ځیرک ښارګوټي دوسیې د ریښتیا موندنې پلاوی وايي، چې د دغه ښارګوټي په اړه ټولو ښکیلو لورو قانون نقض کړی.

له هغه وروسته، چې د ځیرک ښارګوټي ریښتیا موندې پلاوي ددې موضوع څیړنو دوسیه بشپړه کړه، دې دوسیې نور اړخونه پیدا کړل.

د اداری فساد پرضد مبارزې ادارې ځای ناستی رییس او د ځیرک ښارګوټي قضیې څیړنې پلاوي غړي سید غلام حسین فخري نن یکشنبه (فبروري۱۴مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په دې قضیه کې لویې څارنوالۍ، د ښارجوړونې وزارت او د کابل بانک لانجې غوڅولو پلاوي د اساسي قانون خلاف عمل کړی دی.

د فخري په وینا دغو بنسټونو د ځیرک ښارګوټي تړون له خلیل الله فیروزي سره چې د کابل بانک ۱۳۳ میلیونه ډالر پوروړی دی، د قانون خلاف لاسلیک کړی دی.

په همدې حال کې د ځیرک ښارګوټي ریښتیا موندنې پلاوي بل غړي محمد یاسین عثماني خبري غونډې ته وویل د ولسمشر پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د قانون خلاف حکومتي بنسټونو ته له خلیل الله فیروزي سره د تړون لاسلیک کولو لارښوونه کړې ده.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام