طالبانو کندوز ته د امنیتي ځواکونو پر تلونکي کاروان برید کړی

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد د امنیتي حالت د ارزولو له پاره بغلان ولایته ورغلی و او هلته یې د خبري غونډې پرمهال وویل، وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو هغه اکمالاتي کاروان چې له بغلان ولایته یې کندوز ته د امنیتي ځواکونو له پاره د البسې او تجهیزاتو مرسته لېږدوله برید پرې کړی دی.

تاج محمد جاهد وايي، په دې برید کې یوازې د البسې څو موټر سوځېدلي او د مهماتو موټر کندوز ولایت ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکی جمال الدین سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، وسله والو طالبانو د ملي اردو په دغه اکمالاتي کاروان د دې ولسوالۍ په جنګل باغ سیمه کې برید کړی دی.

دی وايي، چې وسله والو طالبانو د اکمالاتي کاروان یو شمېر موټر له ځانه سره وړي او ځینې نور یې سوځولي دي.

د کندوز ښار له سقوط او په دې ولایت کې له سختې جګړې وروسته د بغلان ـ کندوز لایه لار هم ناامنه شي او په بغلان ولایت کې جګړې زور اخیستی.

په ورته وخت کې د بغلان په قرغان غونډۍ کې د کلابندو سرتېرو له ډلې مجتبی او نظیف الله له سلام وطندار ته د ټیلیفون په کرښه وویل، چې له څلورو ورځې راهیسې د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.

دوی وايي، له مسوولو امنیتي چارواکو غواړي، چې ډوډۍ، اوبه او مهمات ورته ورسوي.

دغو سرتېرو سلام وطندار ته وویل، که په ورته وخت دغه توکي ورسېږي د مرګ تر وروستۍ سلږۍ پورې به جګړه وکړي.

دغه کلابند سرتېري د بغلان سیمه ییز امنیتي مسوولین تورنوي، چې د مرستو رسولو په برخه کې بې غوري کوي.

په دې اړه د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، د قرغان غونډۍ سیمې ته د کلابند شویو سرتېرو مرستې له پاره امنیتي ځواکونه لېږل شوي او د نن ورځې تر پایه به هلته ورسېږي.

د بغلان ولایت د پولیسو امنیه قوماندانۍ د امنیت ام میرګل حسن خېل امنیتي چارواکي وايي، د مرکزي بغلان په جرخشک او ۱۲ سړک سیمو له لاسه ورکړې پوستې بېرته له طالبانو نیول شوي دي.

په دې وروستۍ یوې نیمې اونۍ کې په کندوز، هلمند، بغلان او فراه ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام