د کرام‌الدین کریم د نیولو عملیات بې‌پایلې پای ته ورسېدل

په پنجشېر کې محلي سرچینې وايي، کومانډویانو بېګاه د دغه ولایت د مرکز اړوند په سنګانه سیمه کې د فوټبال فدراسیون د مخکیني رییس کرام‌الدین کریم پر کور برید کړی دی. دغه عملیات بې‌پایلې پای ته رسېدلي او هغه یې نه دی نیولی.

سرچینه وايي چې د دغو عملیاتو په اړه ورسره همغږي نه وه شوې.

د پنجشېر د ولایتي شورا مرستیاله راحله عطايي بیا د کرام‌الدین کریم پر کور عملیات حل‌لاره نه بولي او وايي، امنیتي ځواکونو باید له نورو لارو د نوموړي د نیولو اقدام کړی وای.

د کریم د کورنۍ غړیو سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد نظامي عملیات د دوی په منځ کې وېره او تاوتریخوالی خپور کړی او د ډزو پر مهال ځینې ملکیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پنجشېر لویه لاره د تګ‌راتګ پر مخ تړلې ده.

د کرام‌الدین کریم پر کور نظامي عملیات د دغه ولایت د یوشمېر اوسېدونکو غبرګونونه راپارولي دي.

د دغه ولایت محلي مسوولان وايي چې په دې اړه به نن یوه غونډه جوړه کړي.

د فوټبال فدراسیون مخکینی رییس کرام‌الدین کریم تېر کال د فوټبال لوبډلې د پنځو غړیو د جنسي ځور په جرم د تل لپاره د فوټبال او سپورټي فعالیتونو بې‌برخې شو.

د یادونې چې ولسمشر محمداشرف غني د سږ کال زمري میاشتې په اوومه نېټه په یوه غونډه کې د ملي مصالحې شورا له رییس عبدالله عبدالله او د پنجشېر له خلکو غوښتي وو چې هغه له خپل ولایته راوباسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام