طالبانو په بادغیس کې ۴ ډاکټران تښتولي دي

د بادغیس ولایت ځايي مسوولین وايي، وسله‌والو طالبانو ۴ تنه ډاکټران چې مقر ولسوالۍ ته لار وو؛ د همدې ولسوالۍ له زادغلي سیمې تښتولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند د پېښې په تایید سلام وطندار ته وویل، تښتول شوي ډاکټران د "موف" روغتیايي موسېسې کارکوونکي دي.

دی وایي، دغو ډاکټرانو د امنیتي له هغمږۍ او خبرونې پرته دې ولسوالۍ ته حرکت کړی وو.

د والي د ویاند په خبره، وسله والو طالبانو دغه ډاکټران نامعلوم ځای ته لېږدولي دي او دوی یې د موندلو په پار هڅې روانې کړي دي.

زادعلي سیمه له مقر ولسوالۍ ۷ کیلومتره لرې په سویل ختځ کې موقیعت لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام