.jpg)
د هرات ولایت چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې کولو په تکتیک کې بدلون راوستي دی او د ماینونو ښخولو له تکتیک څخه کار اخلي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر مهدي حدید سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې سږ کال له درې میاشتو را هیسې و سله والو طالبانو له خوا د ماینونو ښخولو پېښې زیاتې شوي دي.
دوی وايي، که پخوا به په میاشت کې د ښخ شویو ماینونو ۱۰ پېښې را منځته کېدې اوس دغه پېښې په میاشت کې درې سلنه زیاتې شوي دي.
ده وویل، چې طالبانو په هرات کې د پولیسو په مرکزونو، پوستو او ولسوالیو په دغه موده کې ۵۰ ځلې بریدونه کړي دي او دغه شمېر د پخوا په پرتله د بریدونو په برخه کې کموالی او د ماینونو ښخولو پېښو زیاتوالی په ګوته کوي.
د هرات ولایتي شورا د امنیتي چارو کمېټه وايي، چې په ډېرو برخو کې ښخ شوي ماینونه د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي او کوم زیات یې نه دی پېښ کړی.
دوی وايي، چې په هرات ولایت کې د ترور پېښې زیاتې شوي دي.
حدید وویل، په دغه ولایت کې د هدفي وژنو او د ماینونو ښخولو لامل د امنیتي ځواکونو کموالی دی.
.jpg)
دی وايي، چې افغانستان ۱۶۰ زره پولیس لري، چې د هرو ۱۶۰ تنو د امنیت خوندیتوب له پاره باید یو تن پولیس وګومارل شي، خو دغه شمېر بیا په هرات کې توپیر لري د هرو ۸۰۰ تنو له پاره دلته یو پولیس ګومارل شوی دی.
د هرات د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې د مشر په خبره، د پولیسو ویش ناعادلانه دی او دغه چاره په امنیت اغیز لري.
ورته وخت کې د هرات امنیې قوماندان عبدالمجید روزي وايي، چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې هڅه کوي، چې د هرات د ښار امنیت ګډوډ کړي.
دی وايي، چې دغې ډلې د ماینونو ښخولو تکتیک ته مخه کړې ده.
د امنیې قوماندان وایي، چې دوی د ملي امنیت سره یوځای کار کوي او ډېر ژربه د دغو کارونو عاملین ونیسي.
د شمېرو له مخې په هېواد کې د ورځې ۱۰۰ تنه ولسي خلک د سړک غاړې ماینونو، چاودنو، بریدونو او نښتو له امله وژل کېږي او ټپیان کېږي.





