
وسلهوالو څو شېبې مخکې د کابل ښار په برچي سیمه کې د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې برید کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې وسلهوالو له یوې نیمجوړې ودانۍ پر یادو مراسمو برید کړی دی.
عیني شاهدانو سلاموطندار ته ویلي چې په یاده نښته کې سپکې او درنې وسلې کارېږي.
دغه برید هغه مهال پیل شو چې د سولې عالي شورا رییس محمدکریم خلیلي د عبدالعلي مزاري په اړه خبرې کولې.
په یاده غونډه کې اجراییه رییس عبدالله عبدالله، حامد کرزي، محمد محقق، صلاحالدین رباني او یوشمېر نورو کسانو ګډون درلود.
د پېښې له سیمې د خلکو د راپور له مخې، د یادې غونډې یوشمېر ګډونوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا خبر بشپړېږي.





