د هرات ولایت د پولیسو قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي سلام وطندار ته وویل، چې نن سهار ۵ بجې د (جولای په ۴مه) د موټرسایکل سورو وسله والو کسانو له لوري په ۳ لارویو میرمنو تېزاب شیندل شوي.
د احمدي په خبره دغه پېښه د هرات ولایت دویمې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې.
د پولیسو ویاند وویل، چې تر دې مهال د پېښې لامل معلوم نه دی او په دې برخه کې د پولیسو څېړنې روانې دي.
د نور روغتون یو ډاکټر جمال ناصر اخوند زاده سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې نن سهار ۷ بجې یې د ښوونځي دوه زده کوونکې، چې د کېمیاوي موادو له امله یې مخونه شړېدلي و، روغتون ته راوړلې.
دغه ډول کارونه ډېر وخت د افراطي ډلو له خوا تر سره کیږي.
اخوند زاده وویل، تر دې مهاله دغه کېمیاوي مواد نه دي تشخیص شوي، خو زیاته یې کړه چې د زده کوونکو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د ښځو پر مخ د تېزابو شیندل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو له بدو ډولو څخه دي، چې په تېرو وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یې کچه زیاته شوې ده.





