په هرات کې د علماوو شورا رییس ساتونکو دوه ولسي وکړي ووژل

د هېواد په لويديځ هرات ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي، چې د هرات ولایت د علماوو شورا رییس مولوي خدا داد صالح ساتونکو او پولیسو دوه ولسي وګړي د هرات په مرکز کې وژلي دي.

دغې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته ویلي، چې د مولوي خدا داد ساتونکو په یوې کرولا ډوله موتر کې په ناستو کسانو شک وکړ او ډزې یې پرې وکړې.

د هرات والي ویاند احسان الله حیات وايي، چې د دې پېښې په تور ۵ تنه د خدا داد ساتونکي او ۴ پولیس نیول شوي دي.

نوموړی وايي، چې دغه پېښه تېره شپه اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یاد موټر د مولوي خدا داد، د ساتونکو له موټر سره تکر وکړ.

ویل کیږي، چې د لویدیځې حوزې د علماوو شورا رییس کور ته د تګ په حال کې وو.

د ده په خبره کله، چې دغه موټر له سیمې نه د تېښتې په حال کې وو، د پولیسو او د مولوي خداداد د ساتونکو له خوا پرې ډزې وشوې.

د والي ویاند زیاتوي، چې د علماوو شورا رییس د ساتونکو او د پولیسو په ډزو کې په موټر کې دواړه ناست کسان وژل شوي دي.

دی وايي، چې وژل شوي کسان ولسي وکړي دي او په موټر کې هیڅ داسې شکمن څیز نه دی پیدا شوی.

د هرات ولایت د ملکي روغتون رییس محمد رفیق شیرزی وايي، چې یو له دغو څخه سخت ټپي و او په لاره کې روغتون ته له رارسېدو مخکې ومړ.

له بل لوري د هرات ولایتي دفتر اعلان کړی، چې ډېر ژر به د دې پېښې د څېړلو له پاره پلاوی وټاکي.

مولوي خداداد صالح په د هرات له مشهورو علماوو نه دی او په خلکو کې زیات نفوذ لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام