د څلور اړخیزې ناستې دویمه غونډه په کابل کې جوړه شوه

د سولې خبرو اترو په تړاو د څلور اړخیزې ناستې دویمه غونډه نن ( دوشنبه د جنوري میاشتې په ۱۸مه) کابل کې جوړه شوه؛ په دې غونډه کې د افغان دولت او د دولت ټولو مخالفو وسله والو ډلو تر منځ د پایښت لرونکې سولې ته د رسېدو په اړه د یوې نقشې پر جوړولو خبرې اترې وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر صلاح الدین رباني د غونډې په پیل کې وویل، چې د سولې خبرو په اړه په کابل کې څلور اړخیزه غونډه یو تاریخي فرصت دی او زیاته یې کړه، چې باید حکومت ترې استفاده وکړي.

رباني وویل، چې د سولې خبرو په تړاو د وسله والو طالبانو له خوا هر ډول خنډ او ځنډ جوړل به وسله وال طالبانو په خلکو کې منزوي کړي.

ده زیاته کړه، چې یو ټاکل شوي او واضع هدف پرته د سولې خبرو بریالیتوب به ستونزمن وي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانان په دې باور دي، چې په څلور اړخیزه ناسته کې د امریکا او چین هېوادونو د استازو ګډون د سولې د خبرو په اړه ځانګړی اغیز لري.

همدا ډول رباني د سولې خبرو په اړه د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل، هغه ترهګر چې له کرښې هاخوا افغانستان ته راځي پاکستان یې وځپي د افغانستان سره په کړو ژمنو په اړه به یې عمل کړی وي.

د سولې خبرو اترو څلور اړخیزې غونډې لومړۍ ناسته تېره اونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشوه.

د لومړي غونډې هدف د سولې خبرو له پاره د نقشې جوړول او د سولې ته د وسله والو طالبانو کېنول و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام