.jpg)
د کندوز ولایت امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه وسله والو ته درانه زیانونه اړولي او د کندوز ښار چوک سیمه یې له طالبانو پاکه کړې ده.
خبرپاڼه د جنګل باغ له قوله لیکي، چې تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ښا مرکزي سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړي او دمګړۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې عملیات دوام لري.
خو په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، چې اوس هم د کندوز ښار چوک سیمه د طالبانو په ولکه کې ده؛ د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
د کندوز حوزوي روغتون رییس ډاکټر نعیم منګل وايي، چې تر اوسه یې روغتون ته ۵۳ ټپیان وروړي، چې ټول ولسي وګړي دي.
.jpg)
ډاکټر نعیم منګل وايي، په ټپیانو کې زیات شمېر یې مېرمنې او ماشومان دي او زیاتوي، د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.
د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې ځانګړي ځواکونه کندوز ښار ته داخل شوي او ځینې سیمې یې له طالبانو بېرته نیولي دي.
دانش وویل، د ولایت مقام، د پولیسو امنیه قوماندانۍ مقام، د ملي امنیت ریاست او د بالاحصار تپه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
وسله والو طالبانو د تېرې دوشنبې په ورځ ګهیځ وختي له څلورو خواوو د کندوز په ښار بریدونه پیل کړل، چې له څو ساعتونو جګړې وروسته د کندوز ښار چوک سیمه د طالبانو لاسته ورغله.





