
د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځی وايي، چې تېره شپه ګومانډو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په چاه میرزا سیمه کې د طالب وسله والو په یو زندان عملیات کړي دي.
ځاځي وویل، په دې عملیاتو کې ۳۲ تنه له زندانه راخوشې شوي، چې زیاتره هغه یې ولسي خلک دي.
د میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، راخوشې شوي هغه یې د بایو مېټریک او څېړنې لهپاره قول اردو ته وړل شوي دي.
ځاځی وايي، په شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته هېڅ هم نه دي ویلي.
په هلمند ولایت کې د روان کال په جریان کې دا څلورم هغه زندان دی، چې ګومانډویان یې ماتوي او زندانیان د طالبانو له منګولو ژغوري.





