
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفانو د بریدونو زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د سیګار په راپور کې لیکل شوي، افغانستان د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په وروستیو درېوو میاشتو کې د ډېرو وسلهوالو بریدونو شاهد و.
دغه راپور زیاتوي، د ۲۰۱۹ زېږديز کال د سپټمبر میاشت چې د ولسمشري ټاکنې هم پهکې وشوې، په وروستیو اوو کلونو کې له تاوتریخوالي ډکه میاشت وه.
سیګار لیکلي، په افغانستان کې تاوتریخوالي ان له ټاکنو وروسته په اکټوبر میاشت کې هم دوام کړی دی.
سیګار دغه راز د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د کموالي خبر هم ورکړی او لیکلي یې دي، په یاده موده کې د سرتېرو عملیات ۵۳۴ ته رسېدلي چې ۳۱ یې له امریکايي ځواکونو پرته شوي دي.

سیګار ویلي چې د تېر میلادي کال په وروستیو درېوو میاشتو کې د افغان ځواکونو شمېر هم ۷ سلنه ډېر شوی دی. دغه اداره زیاتوي، د تېر کال په مې او اکټوبر میاشتو کې د افغان ځواکونو مرګژوبله د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې په پرتله لږ زیاته وه.
د سیګار په راپور کې لیکل شوي، په افغانستان کې تاوتریخوالی داسې مهال ډېر شوی چې د امریکا او طالبانو استازي په قطر کې د سولې پر خبرو بوخت دي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بینالافغاني خبرو اترو د پیل په اړه هوکړې ته د رسېدو په اړه هیلې زیاتې شوې دي.





