
د غزني امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د ملي امنیت صفر یو قطعې بېګا شپه د دې ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د «نورالمدارس» په نامه مدرسې باندې پوځي عملیات کړي چې ۴ طالبان پهکې وژل شوي، ۵ ټپیان او ۳۶ نور نیول شوي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د نیول شویو طالبانو له ډلې ۲۵ یې د ملياردو کمپ ته سپارلي او ۱۱ نور یې ـ چې د ابودانش او عبدالله په نومونو دوه طالبقومندانان هم پهکې شامل وو ـ له ځان سره وړي دي.
دغو عملیاتو کې د وسلهوالو د وسلو دوې ذخیرې او نقلیهوسایط هم له منځه وړل شوي او امنیتي ځواکونو ته پهکې زیان نهدی اوښتی.
خو طالبویاند ذبیحالله مجاهد دغې مدرسې کې د خپلو جنګیالیو حضور ردوي او وايي، په نورالمدارس مدرسې امریکايي ځواکونو برید کړی چې ۳ زدهکوونکي پهکې وژل شوي او ۴۵ نور یې ځان سره وړي دي.
دی وايي، د مدرسې کسانو طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نهلرله.
هاخوا د قرهباغ ولسوالۍ نوده سیمه کې د ولسي پاڅونوالو په نښتې کې د ۴ طالبقومندانانو په ګډون وسلهوال ۶ وژل شويدي.





