صابر: د حکومت غفلت مې زوی وژلی

هارون د میدان وردګو ولایت د پولیسو له اکاډومۍ فارغ و او د خپلو نورو ټولګیوالو سره د کابل ـ میدان وردګو په لار د طالبانو په پلان شوي برید کې ووژل شو.

د نوموړي پلار صابر وايي، چې زوی یې د حکومت د غفلت له امله ووژل شو.

حکومت هم تاییدوي، چې د میدان وردګو ولایت د پولیسو اکاډومۍ فارغ شویو افسرانو او سرتېرو په لېږدولو کې غفلت شوی او په همدې وجه یې د کورنیو چارو وزارت د لسو مسوولینو دندې وځنډولې.

۱۸ کلن هارون د پلار ۶ اولاد او د کور یوازینۍ ګټیالی و.

د ښوونځي له بشپړولو وروسته یې په پلورنځایونو کې د یوې ګولې روزۍ له پاره کارکولو؛ اړتیا او د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو سره لېواتیا یې د میدان وردګو د پولیسو تر اکاډومۍ ورسولو.

د هارون پلار له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د کور بل ګټیالی نه لري او حکومت هم ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

صابر حکومت تورنوي، چې د امنیتي ځواکونو د قربانیانو کورنۍ ته پاملرنه نه کوي. دی وايي، تراوسه یې ۴۰ زره افغانۍ ورسره مرسته کړې؛ د زوی اکرامیه او د دوو میاشتو معاش یې نه دی ورکړی.

دغه دردېدلی پلار وايي، د حکومت د ناغېړیو او غفلت له امله حاضر نه دی، چې خپل بل زوی د امنیتي ځواکونو لیکو ته ورواستوي.

له میدان وردګو کابل ته د پولیسو روان کاروان، چې د طالب وسله والو تر څار لاندې و، د کمپنۍ په سیمه کې طالبانو پرې پرلپسې بریدونه وکړل ۲۳تنه په کې ووژل شول او ۵۸تنه په کې ټپیان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام