د لومړي ځل له‌پاره حکومت زده‌کوونکو ته له زلزلې د خوندیتوب روزنه ورکوي

بېړنیو پېښتو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو له زلزلې د خوندیتوب تمرین اجرا کولو پرمهال وویل، چې له دې تمرین څخه موخه د زلزلې په وخت ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د ځانونو خوندیتوب دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت وزیر ویس احمد برمک په دې غونډه کې وویل، چې دغه پروګرام په کابل کې د زده‌کوونکو د ځانونو خوندیتوب له‌پاره د ایران په مرسته جوړ شوی دی.

د برمک پرخبره، په تېرو ۱۵ کلونو کې د زلزلې پرمهال د ځان ژغورنې په موخه دا ډول پروګرام نه و ترسره شوی.

د کابل د پوهنې رییس سید منصور د دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور وبلل.

سید منصور وویل، د زلزلې له ګواښه د زده‌کوونکو د خوندیتوب پروګرامونه باید نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

د کابل د پوهنې رییس په دې برخه کې له اړوندو بنسټونو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام