پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعيل خان وايي، افغان حکومت باید د درېيم تحميلي جنګ پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.
نوموړي د افغانستان پر اوسني امنيتي وضعيت د جدي انتقاد ترڅنګ زياته کړه، چې حکومت باید د جهادي رهبرانو سره په مشورې د داعش ډلې پر ضد مبارزه وکړي.
همدارنګه محمد اسماعيل خان په هغه غونډه کې، چې په هرات ولایت کې د وري ۲۹ مې کالیزې په نمانځغونډه کې د مجاهدينو د برياليتوب په اړه جوړه شوې وه؛ خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د داعش ډلې پېدا کېدل کولای شي، هېوادوالو ته امنيتي ګواښونه پېښ کړي.
پخواني جهادي رهبر زياته کړه، اوسمهال داعش ډله په بدخشان او کندز ولايتونو کې د جنګ په حالت کې دي او د نوموړي په وينا احتمال لري، چې دغه ډله په راتلونکي پسرلي کې د فراه او بادغیس ولايتونو له لارې پر هرات ولایت برید وکړي.
محمد اسماعيل خان په داسې حال کې د داعش ډلې په اړه افغان حکومت ته خبرداری ورکوي، چې د ننګرهار ولایت د تېرې ورځې د بريد پړه هم د لومړي ځل له پاره د داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
د دغې ډلې ویاند شاهد الله شاهد په خپلو ټولنيزو پاڼو کې ليکلي وو، چې د جلال اباد کابل بانک ته څېرمه ځانمرګی بريد د دوی له ډلې یو تن د ابو محمد په نوم ترسره کړی دی.
همدارنګه ولسمشر غني هم د ملي اردو سرتېرو د وژلو په باب بدخشان ولایت مرکز فيض اباد کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د ننګرهار ولایت برید د طالبانو له خوا نه، بلکې د داعش ډلې له لوري شوی دی.
طالبانو هم په دې اړه ويلي، چې بريد د دوی له خوا نه دی شوی او دغه ډله د ملکي کسانو وژنه په کلکو ټکو غندي.
په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو يوې ډلې د جماعت الاحرار په نوم هم د جلال آباد برید غندلی او د ملکي کسانو وژل يې په هیڅ وجه د توجيه وړ نه دي بللي.
د هرات پخواني والي اسماعيل خان جوړې شوې غونډې ته زياته کړه، لکه څرنګه چې مجاهدينو د روسانو او طالبانو سره مقاومت وکړ، همداسې باید د دغې ډلې سره هم په يو اتفاق مبارزه وکړي.
یاده دې وي، چې داعش په خپل لومړي برید کې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځانمرګی برید تېره ورځ په جلال اباد ښار کې نېږدې ۸ بجې د لومړۍ ناحيې په سيمه کې د کابل بانک مخې ته وشو.
د داعش له خوا خراسان ولایت ته د نومول شوې ډلې ویاند شاهد الله شاهد په خپل ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې لیکلي، چې د ابو محمد له لوري په ځانمرګي برید کې زيات شمېر دولتي کار کوونکي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، ځانمرګی برید د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار د ګڼې ګوڼې په سیمه کې په داسې مهال شوې، چې زیات شمېر ولسي وګړي د بانک مخې ته کتار ولاړ وو.
خو وروستي جزیات ښيي، چې د دغه بريد له امله ۳۷ تنه وژل شوي او تر ۱۲۴ تنو زیات ټپیان شوي دي.
د پېښې په ځای کې د ننګرهار ولایت امنیه قومندان جنرال فضل احمد شېرزاد رسنیو ته وویل، پېښې د قربانیانو شمېر ۲۲ تنه او د ټپیانو شمېر يې ۵۰ تنه یاد کړ.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب کامه وال رسنیو ته د یوې خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې دوی سره په روغتون کې ۳۳ تنه مړي دي او د ټپیانو شمېر تر ۱۰۰ تنو اوښتي دي.
دا لومړی ځل دی چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پورې د خراسان ولایت داعش پلوه وسله په افغانستان کې د یوې سترې پېښې مسولیت پر غاړه اخلي.
داعش ډله د عراق او شام ترمنځ پېدا شوی نوې خطرناکه ترهګره ډله ده، چې په ډېر کم وخت کې يې د خپلو ورانيو او وژلو پواسطه په ټوله نړۍ کې وېره خپره کړې ده.





