
د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ په څلور ورځني سفر هند ته د ترهګرۍ پر ضد جوړ شوي کنفرانس ته ولاړ.
د اجراییوي رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې اجراییوي رییس به په دې کنفرانس کې د ترهګرۍ پر ضد وینا وکړي او تمرکز به یې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره د سیمه یيزو همکاریو جذبول وي.
د ده پر وینا، اجراییوي رییس به د هند له لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او د هند د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان – هند د موضوعاتو او مسایلو په اړه په جلا جلا توګه وګوري او دغه راز به په یوې اقتصادي غونډه کې هم ګډون وکړي.

د فیصل پر خبره، دغه اقتصادي غونډه به د چاه بهار بندر د موضوع په اړه تمرکز وي.
ده وویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې د سیاسي پاسپورټونو او وېزو په اړه به هم پر یو هوکړه لیک توافق وشي، چې د دواړو هېوادونو د سفیرانو له خوا به لاسلیک شي.
ده زیاته کړه، چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه به یو تفاهملیک د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خونو د مشرانو له خوا هم لاسلیک شي.





