د رېل په واسطه د لومړي ځل لپاره د افغان سوداګرو د مالونو د لیږد تجربه

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، چې ډېر ژر به افغان سوداګر خپل سوداګریز مالونه د مزار شریف له لارې د ریل په واسطه بهرنيو هېوادونو ته وليږدوي.

د لومړي ځل لپاره افغانستان غواړي، چې د مزار شریف نه تر حیرتان پورې د غځېدلي اوسپنیزې پټلۍ له لارې خپل سوداګریز مالونه ازبکستان ته صادر کړي.

د ټولګټو وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال انجینر نور ګل منګل وايي، افغانستان به د دغې پټلۍ نه ښه اقتصادي ګټه واخلي او دغه تړون د ازبکستان له يوې تصدۍ سره شوې.

د همدې ریل پټلۍ له لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او د دې لارې د ساتنې او څارنې تړون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م زيږدیز کال د مارچ ۱۵ مه) د افغانستان د ټولګټو وزارت او د ازبکستان د (ساګدینا ترانس)کمپنۍ تر منځ لاسلیک شو.

 

منګل زياته کړه، د دې درې کلن تړون په اساس به هر کال افغان حکومت د دې رېل پټلۍ په ساتنې، څارنې او ګټې اخیستنې باندې ۱۹ میلیونه ډالر ولګوي.

د ټولګټو وزارت تخنيکي مرستيال وايي، د همدې تړون له مخې به ازبکستان هر کال ۵۰۰ افغانانو ته د ریل د پټلۍ د ساتنې او څارنې په برخه کې روزنه ورکوي.

یاده دې وي، چې د حیرتان – مزارشریف د ریل پټلۍ  شاوخوا ۷۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او د دغې پټلۍ د جوړولو لګښت د اسيا پراختيايي بانک له لوري ورکړل شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ د حيرتان ـ مزارشریف پر پټلۍ ۱۷۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی، چې ۱۷۰ میلیونه ډالر د یاد بانک له لوري او ۵ میلیونه ډالره نور يې د افغانستان د حکومت له لورې مصرف شوي دي.

د ټولګټو وزارت سرپرست مرستیال انجینر نورګل منګل وویل، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان او بیا تر اقتصادي هېواد چین پورې او همدارنګه له اسلام قلعه څخه تر هرات او بیا تر تور غونډۍ پورې، د ریل د پټلیو د جوړېدو څیړنې دوام لري.

د نوموړي په وينا په دې برخه کې هم د اسیا پراختیایي بانک مالي مرستې ته چمتو والی ښودلی دی.

همدارنګه په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف وویل، چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستان سره په راتلونکي کې مرستې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام