سمنګان؛ د عشروزکات د راټولولو او وېش پر سر ۶ طالبان وژل شوي

د سمنګان د ملي امنیت ریاست د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۶ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۴ طالبان د دغه ولایت د دره‌صوف بالا په «چهارمغزک» سیمه کې د عشروزکات راټولولو پر مهال د سیمې د خلکو او ولسي پاڅونوالو له غبرګون سره مخ او وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په یاده نښته کې ولسي پاڅونوالو د طالبانو ځینې نقلیه وسایط او تجهیزات هم نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د سمنګان ولایت په دره‌صوف پایین کې د طالبانو نظامي کمېسیون او د متوکل په نوم د یوه بل قوماندان ترمنځ د عشروزکات پر سر لفظي جګړه شوې چې وروسته د نظامي کمېسیون د رییس وسله‌والو یاد قوماندان او یو بل طالب وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام