برید د کابل ښار په زنبق څلور لاري کې د ایران سفارت د دروازې مخې ته نن سهار شاوخوا ۸ بجې ترسره شوی دی.
امنیتي چارواکي وايي، چې برید افغانستان کې د ترکیې د سفارت کارکونکو پر موټر شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال ایوب سالنګي د پېښې ځای کې خبریالانو ته وویل چې ځان مرګی بریدګر په کرولاموټر کې سپور او چاودیدونکي توکي یې چولي دي.
ښاغلي سالنګي زیاته کړه په برید کې دوه نور موټر هم زیانمن شوي دي.
دی وایي په برید کې د ترکیې سفارت یو کارکونکی وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي چې ۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
هغه ځای کې چې برید ترسره شوی، د ایران سفارت خانه، یو خصوصي بانک او یو هوټل هم دی، چې زیاتره بهرني میلمانه ورته تګ راتګ کوي.
دا لومړی ځل دی چې کابل ښار کې د ترکیې وګړي په نښه کیږي.
وسله والو طالبانو بیا ددې برید مسولیت منلی او رسنيو ته یې ویلي، چې د دوي ملګرو برید د بهرنيو ځواکونو پر کاروان ترسره کړی دی.





