طالبانو د لوګر محمداغې کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی

د لوګر سیمه ییز چارواکي وایي، چې تېره شپه ناوخته مهال وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو د نجونو منځی ښوونځی په بشپړه توګه سوځولی دی.

د لوګر د ولایتي شورا غړي او د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي محب الله صالح سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه د (ډېسمبر پر ۱۶مه) شاوخوا ۸ بجې یو ډله وسله والو طالبان د کتب خېلو منځي ښوونځي ته ورغلي، لومړی یې د ښوونځي ساتونکي تړلي او بیا ښوونځي په بشپړه توګه سوځولی او له منځه وړی دی.

صالح زیاتوي، چې په دغه ښوونځي کې ۵۵۰ تنه نجونو زده کړې کولې.

د ولایت مقام هم دغه خبر مني؛ خو له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام