سپينه ماڼۍ: له افغانستانه د خپلو پوځيانو پر پلان بیا کتنه کوو

متحده ایالات غواړي له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د ایستلو پر پلان د هېواد اوسني وضعيت ته په کتو سره یو ځل بيا غور وکړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي؛ چې په راتلونکې چهارشنبې ورځ به په افغانستان کې د مېشت امريکايي لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په واشنګټن کې غونډه ولري او د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو سره به د پوځيانو د ويستلو پروګرام طرحه کړي.

په دغه غونډه کې به د پلان تنظيمولو په برخه کې د ولسمشر اوباما سره د امريکا د ملي امنيت ډله هم مرسته کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې  دا احتمالات هم شته، چې بارک اوباما به په دې برخه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل ته واک ورکړي، چې امنیتي وضعیت ته په کتو سره له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ  د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مککین ولسمشر بارک اوباما ته خبرداری ورکړ، چې باید د عراق په شان تېروتنه په افغانستان کې هم تکرار نه کړي.

نوموړي د امريکا سنا مجلس کې و ویل: « که اوباما له افغانستانه ټول پوځیان وباسي دغه هېواد به هم د عراق په څیر له داسې ګډوډیو سره مخ شي، چې بیا به یې له ګواښ څخه امريکا هم خوندي نه وي.»

د ويلو ده، چې څه موده وړاندې سپينې ماڼۍ له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ویستلو په پلان کې بدلون راوستی و.

د پخواني پلان له مخې باید په افغانستان کې ۹۸۰۰ پوځيان پاتې شوي وای، خو بیا په ډسمبر میاشت کې، چې کله د امريکا دفاع وزیر کابل ته راغی، نو په دغه شمېره کې يې بيا بدلون راوست او د پخوا په پرتله یې زر پوځيان نور هم ور زيات کړل، چې شمېر يې ۱۰۸۰۰ تنو ته ورسېد.

خو اوس داسې ښکاري، چې امريکا غواړي په دغه شمېره کې هم له سره غور وکړي.

 راپورونه وايي؛ چې هغه مهال ولسمشر اشرف غني په مستقيم ډول له امريکا څخه د دغو پوځيانو د زياتېدو غوښتونکی شوی و.

واشنګټن پوست د دفاعي چارو د کمېسیون په حواله ليکي؛ له دې سره سره بیا هم په هغه پلان کې به بدلون رانه شي، چې له مخې يې باید د ۲۰۱۷ کال په لومړيو کې په افغانستان د امريکا پوځي ماموريت پای ته ورسيږي.

دغه موضوع ته په راتلونکي پسرلي میاشت کې د طالبانو بريدونو د زياتوالي او پراخوالي ته په کتو سره بیا غور شوی.

په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکي مارچ میاشت کې امريکا ته په رسمي سفر ولاړ شي او هلته د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په باب پر نويو اړيکو خبرې وکړي.

داسې ګنګوسې هم شته، امریکایي چارواکي په دې فکرکوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په اړه پرېکړه امریکا ته د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني تر سفر وړاندې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام