
یو شمیر سیاسي شنونکي، د ولسمشر او اجرایه رییس قوم پالنې سیاست په تایید سره د جنرال دوستم شکایتونو په اړه وايي، چې د هیواد اوسنی وضعیت د ملي یووالي حکومت مشرانو ترمنځ د اختلاف او قومپالنې تضادونو زیږنده دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم چې فاریاب ته د طالبانو پرضد عملیاتو له پاره تللی، تیره شپه جوزجان کې د خبري غونډې پرمهال پر ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د توندو نیوکو ترڅنګ د قوم پالنې تورونه ولګول او زیاته یې کړه، چې دی د حکومت په بدنه کې له شته سیاستونو خبر دی.
یو شمیر سیاسي شنونکي د جنرال دوستم څرګندونو په تایید سره وايي، چې دا څرګندونې د حکومتي مشرانو ترمنځ ژورو اختلافونو او قومي شلیدنو ښکارندويي کوي.
د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني سلام وطندارته وویل، سره له دې چې د ولسمشر په کړو وړو کې تل قومي لید نوې خبره نه ده، خو په دې وروستیو کې ددغه لید په اړه خبرې په بې مخینې کچې زیاتې شوې دي.
کوهستاني د دغه قومي ستونزو دوام په اړه په خبرداري سره وویل، چې په هلمند، فاریاب او کندوز ولایتونو کې زیاتره سیمې ددغو قومي سیاستونو له امله طالبانو نیولې وې.
د سیاسي چارو بل شنونکی یونس فکور باوري دی، چې د حکومت ټول مشران د قومپالنې پر ناروغۍ اخته دي او هر یو يي په کلیدي پوستونو کې د خپلو پلویانو ګومارنې په هڅه کې دي او د هیواد وضعیت ته هیڅ پام نه کوي.
فکور حکومتي مشرانو ته توصیه وکړه، چې خپلمنځي اختلافونو ته د لمن وهلو پر ځای د یو ښه حکومت جوړولو په فکر کې وي او دوی ته باید دا مهمه نه وي، چې د دولتي بنسټونو مسوولیت څوک او کوم قوم پرغاړه لري.

د ولسي جرګې پخوانی غړی او سیاسي شنونکی رحمان اوغلي هم وايي، چې د جنرال دوستم په څرګندونو کې د عمل صداقت شته، خو پر وینا يې دوستم د ولسمشر پر سیاست تل نیوکه کړې او پر سمون يي ټینګار کړی، خو بیا هم ولسمشر د خپل لومړي مرستیال خبرو ته هیڅ پام نه دی کړی.
له بل لوري د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا د یوې اعلاميې په خپرولو سره د جنرال دوستم د څرګندولو په اړه غبرګون ښودلی دی.
ارګ رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر لومړي مرستیال څرګندونې چې د هیواد په ټولو پریکړو کې شریک نه دی په اوسنیو شرایطو کې د هغه د شان او دریځ خلاف دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال دریځ له یوې خوا په هیواد کې د بنسټیز سمون مخه نیسي او له بل لوري د افغانستان دوښمنانو ته د ناوړه استفادې زمینه برابروي.
تردې مخکې د ښې حکومتوالی او سمون په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا هم د دولتي ادارو پر قومي کیدو نیوکه کړې وه.





