
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې د افغانستان لهپاره د دوی او روسيې هېواد نظریات یو دي او یو هدف تعقیبوي.
نوموړي زیاته کړه، چې با ثباته افغانستان د سیمې د امنیت لپاره ضروري دی.
همدارنګه د ناټو عمومي منشي وویل، چې د ناټو غړي او مسکو لېوال دي، چې د افغانستان له اوسني حکومته ملاتړ وکړي.
دی وايي، روسیه هم غواړي، چې د یو باثباته، خوندي او ولسواک افغانستان لهپاره کار وکړي.

د راپورونو لهمخې د پنجشنبې په ورځ (جولای ۱۳مه) د ناټو – روسیې د شورا په غونډه کې افغانستان، اوکراین، او رڼښت د دوی د خبرو په کلیدي مسایلو کې شامل و.
دوی د افغانستان وضعیت ستونزمن بللی و، نو ځکه يې په خپله اجنډا کې د بحث په موخه شامل کړی و.
دغه غونډه چې په بروکسل کې وشوه، سرمنشي له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ناټو غړي او روسیه د اوکراین په اړه پر ځینو بنیادي مسلو اختلاف لري.
د ناټو عمومي منشي سټولتنبرګ د کریمیا ټاپووزمې، د اوکراین د ختیځ او د شخړې له سیمې د درنو وسلو د ایستلو موضوعګانې خپل د تضاد نقطې یادې کړلې.
پهدې وروستیو کې روسیه هم د افغانستان مسایلو په اړه د څو نورو کلونو په پرتله لیوالتیا زیاته کړې ده.
د رسنیو له لوري په بار ـ بار داسې راپورونه خپاره شوي، چې روسیه د افغانحکومت مخالفې ډلې تمویلوي.
پر روسي چارواکو جدي تورونه دي، چې وسلهوالو طالبانو ته وسلې او مهمات ورکوي، ترڅو په افغانستان کې ناامنیو ته لمن ووهي، خو روسيې په کراتو دغه تورونه رد کړي دي.





