
له بېګاه راهیسي په دوو ولایتونو روزګان او ننګرهار کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ۲۷ افغان سرتېري وژل شوي، ۶ ټپیان دي او ۸ نور هم ژوندي نیول شوي دي.
په روزګان کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن سلاموطندار ته ویلي چې د ګېزاب ولسوالي په کنډوګک سیمه کې د دوو امنیتي پوستو پولیسو بېګاه غوښتل چې د طالبانو له کلابندۍ ځانونه وژغوري او د دغې ولسوالي امنیې قومانداني ته ولاړ شي، خو پر لارې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.
سرچینه وايي، د وسلهوالو په دغه کمین کې ۲۳ پولیس وژل شوي، ۸ يې ژوندي نيول شوي او څلور نور امنیې قومانداني ته روغ رسېدلي دي.
یاد پولیس له تېرې یوې اوونۍ راهیسي کلابند وو.
وسلهوالو طالبانو او د روزګان ځايي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا په دغه ولایت کې د ۴ سرحدي ځواکونو او د ۸ طالبانو د وژل کېدو خبره کوي.
هغه وايي، په خوږیاڼو ولسوالي کې د تېرې شپې نښتو پر مهال ۴ دولتي سرتېري او ۶ طالبان ټپیان شوي هم دي.
په همدې حال کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې بیا ۱۸ طالبان وژل شوي دي.
بلهخوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو په دې وروستیو کې بریدونو ته زور وکړی چې له کبله یې ۱۲۰۷ ملکیان وژل شوي او دوه زره او ۲۹۳ نور ټپیان دي.
هغه وویل، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱سوه او ۴۰ ماینونو ته چاودنې ورکړي چې له کبله یې ګڼشمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
نوموړی ټینګار کوي چې طالبانو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې اووه زره بریدونه کړي، خو امنیتي ځواکونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیکېدو وروسته ډېری دفاعي حالت غوره کړی دی.
پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه او له کبله یې ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتل په دوحه کې د دولت او طالبانو د سولې خپلمنځي خبرو له پیلېدو سره هممهاله ډېر شوي دي. وړمه شپه په ۷ ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له کبله ۳۷ امنیتي سرتېري وژل شوي وو او ګڼشمېر نور ټپیان وو.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





