
د کندهار امنيتي مسوولان وايي، سپين بولدک کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې له کبله يې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي سلام وطندار ته وویل، دا چاودنه نن له غرمې وړاندې د سپين بولدک ولسوالۍ د «لوی کارېز» په سیمه کې شوې چې وژل شوي کسان پهکې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د بارکزي په وينا، وژل شويو کې ۵ نارينه، ۵ ښځينه او ۳ ماشومان شامل دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند د دې چاودنې پړه پر طالبانو ور واچوله؛ خو وسلهوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادولو ده چې دوه اوونۍ وړاندې هم په دې ولايت کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې د محلي قومندان غمياغا د کورنۍ ۵غړي ووژل شول.





