د ښوراوک او ریګستان ولسوالیانې له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي

د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د ښوراوک او ریګستان په ولسوالیو کې ولسي خلک له روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمد الله فیضي سلام وطندار سره په ځانکړې مرکه کې وویل، چې دوی د کندهار په ښوراوک او ریګستان ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه نه لري.

فیضي وايي، چې په دغو ولسوالیو کې د امنیت نشتوالي له امله نشي کولی ولسي خلکو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکیو سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې که دوی په دې ولسوالیو کې د کلینک له پاره ودانۍ جوړه کړي او ډاکټران هلته واستوي، نو د ساتنې له پاره څوک نه لري.

د دوی پر خبره، بیا هم هڅه کوي، چې دغو ولسوالیو ته لومړني روغتیايي خدمتونو ورسوي، خو زیاتوي، چې دوی به وګوري، چې د سیمې خلک او امنیتي حالت تر کومه دوی ته اجازه ورکوي.

د کندهار ولایت د میرویس په روغتون کې محمد غوث په نوم یو کس سره مخ شو.

محمد غوث د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او میرویس روغتون ته یې خپلې ناروغه مېرمن راوستلې ده.

نوموړي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له درې ورځو سفر وروسته یې خپله مېرمن دې روغتون ته راوړې ده.

محمد غوث وايي، په ښوراوک ولسوالۍ هیڅ ډاکټر او درملتون موجود نه دی او زیاتوي، چې ولسي خلک له دودیزو درملو کار اخلي.

د ده پر خبره، که په کلي او ولسوالۍ کې د کوم چا له پاره سخت ناروغ پيدا شي؛ پاکستان ته يې د درملنې له پاره ور وړي.

محمد غوث وايي، چې دوی د دې له پاره ناروغان پاکستان هېواد ته د درمنلې له پاره ور وړي، چې د ولسوالۍ او کندهار تر منځ غځېدلې لاره خرابه ده او پاکستان ته یې نږدې ور وړي.

ده وویل، چې د لارې خرابیو او جګړو له مله په خپل تګ پښېمانه دی، نوموړي له حکومت نه غواړي، چې دوی ته د انسانانو په سترګه وګوري.

د بشري ناورین مخه دې ونیول شي

د کندهار د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مطبوعاتي مسوول عبدالعزیز اکرمي په ښورواک او ریګستان ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو پرنشتوالي اندېښنه ښيي او وايي، چې که د ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې شي، نو په راتلونکي کې به لوی بشري ناورین را منځته کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د قانون له مخې ټول انسانان حق لري، چې معیاري روغتیايي خدمتونه ولري.

دوی وايي، چې حکومت باید دې مسلې ته پاملرنه وکړي او د خلکو له پاره په دغو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو زمېنه برابره کړي.

د سروې له مخې د ښوراوک ولسوالۍ ۱۳ رزه ۱۴۸ تنه نفوس او ریګستان ولسوالۍ ۲۲ زره نفوس لري.

دغه ولسوالیانې د پاکستان بلوچستان ایالات او د ایران له ځېنو سیمو سره نږدې پرتې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام