د کډوالو او بیا ستنېدونکو وزارت وزیر سیدحسین عالمي بلخي وايي، په پام کې ده چې ۱۷۱ جریبه ځمکه به کډوالو ته و ویشل شي.
بلخي نن ( جون ۳مه) په یوې خبري غونډه کې د دغه وزارت سل ورځنۍ کاري پلان په ۱۱ برخو کې وړاندې کړ. د بلخي په وینا دغه ۱۷۱ جریبه ځمکه به د بې کوره کډوالو له پېژندې وروسته دوی ته وویشل شي.
د دغه وزارت په سل کلن پلان کې د یاد وزارت د ۵ کلن پلان نهايي کول، له پاکستان سره د افغان کډوالو د هوکړه لیک پلي کول، د څلور ګونې ناستې، ایران، افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو په چارو کې ( یو ان اچ سي ار) له اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو په ستونزو خبرې کول، د دغه وزارت له سل ورځنیو کاري پلانونه څخه وو.
له فساد سره مبارزه، د کډوالو وزارت تشکیلاتو جوړولو په برخه کې بدلون، د بېرته راستنو شویو کډوالو سره لیدل او د دغه وزارت الکترونیکي کېدل؛ د یاد وزارت له نورو کارونو له ډلي څخه وو.
بلخې وايي، چې د کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې یوازې دغه وزارت دنده نه لري، بلکې نور وزارتونه هم باید پاملرنه وکړي.
له دې مخکې بلخې د افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره ایران او پاکستان ته هم سفر درلود، اسلام اباد ته یې په سفر کې د پاکستان له حکومت سره ژمنه کړې وه، چې ناقانونه افغان کډوال به هم ثبت کړي او ټاکل شوې ده، چې په ایران کې هم افغان کډوال د ایران په رسمي بنسټونو کې ثبت شي.
په ورته وخت کې ځینې کارپوهان د کډوالو وزارت دغه سل ورځنی پلان په پلي کولو ته سل ورځو کې د شک په سترګه ګوري.
د نړیوالو اړیکو پوه لطیف نظري سلام وطندار ته وویل، چې د کډوالو چارو وزارت په دې نه شي بریالی کيدلی چې دغه پلان په سلو ورځو کې پلي کړي.
د نظري په باور دغه وزارت دغه وزارت باید لومړی د ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له پاره یو روښانه پلان جوړ او د دغه پلان له مخې حل لارې ولټوي.
جګړې او ناامني په هېواد کې د زرګونو کورنیو د کډه کېدول لامل شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ د کورنیو کډوالو شمېر یو میلیون ته رسیږي.
همدا ډول دغه وزارت وايي، چې ۵.۸ میلیونه کډوال له هېواده د باندې ژوند کوي.





