ډاکټرعبدالله: حزب التحریر په پراخ ډول پوهنتونونو کې نفوذ کړی دی

د حکومت اجرایه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وايي، چې حزب التحریر د ځوانانو ذهنونه مينځي او د افغانانو او حکومت خلاف ترهګریزو فعالیتونو ته یې هڅوي.

اجرایه رییس د دغې ډلې له فعالیتونو سخته اندېښنه وښودله او زیاته یې کړه، چې حزب التحریر افغان ځوانان او په تېره بیا د پوهنتون زده کړیالان د خپلو موخو له پاره کاروي.

 نوموړې دغه څرګندونې نن (دوشنبه) په وزیرانو شورا کې کړي، چې حزب التحریرد قوانينو له مخې یو سیاسي حزب نه دی او د ګوندونو له نوم په ګټې اخیستنې سره په سیمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې افراطیت ته لمن وهي.

عبدالله وايي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه د حزب التحریر له کړونو خبر دي، خو تر اوسه پورې د دوی د سرچېنو او د دغه حزب د فعالیتونو سره د مبارزې په برخه کې پام نه دی شوی.

د وزیرانو شورا هوډ لري، چې د امنیتي ځواکونو په مرسته د حزب التحریر فکري بهیر او فعالیتونو د مخنیوي له پاره طرحه جوړه کړي.

د اجرایه رییس تر دغو څرګندونو مخکې د ننګرهار پوهنتون زده کړیالانو د دوی د حقونو نه ورکولو په اړه لاریون کړی و.

دغو زده کړیالانو د طالب او داعش بیرغونه په لاس د حکومت او ولسواکۍ ضد شعارونه ورکول.

له مخې هم د افغانستان ارزونې او څېړنې ادارې (AREU) په خپل یو څېړنیز راپور کې ویلي و، چې اسلامي تندلارو ګونډونو او ډلو د ښوونځیو زده کوونکو په منځ کې فعالیتونه زیات کړي دي.

د افغانستان ارزونې او څېړنې ادارې (AREU) دغه څېړنه په زابل، کندهار، هلمند، غزنی، پکتیا، لوگر، وردک، کابل، کاپیسا، پروان، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، بلخ، هرات، کنر، لغمان او ننګرهار په ولایتونو کې کړې وه.

په دغه راپور کې راغلي و، چې دغو ډلو په تخار او کندوز ولایتونو کې زیات شمېر تندلاري زده کوونکي او زده کړیالان روزلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام