د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د نړیوالې غونډې له پاره په یوه رسمي دوه ورځني سفر تاجکستان ته لاړ.
د دغې غونډې نوم (اوبه د ژوند له پاره ) دی.
نوموړي د خپل سفر په لومړۍ ورځ يې د تاجکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره لیده کاته او خبرې وکړې.
له اجرایه ریاست نه د خپرې شوې خبر پاڼې پر بنسټ په دې لېدنو کې به دواړې خواوې د سیاست، امنیت، اقتصاد، ټولنې او پوهنې په برخه کې په دوه اړخیزو مرستو خبرې اترې وکړي.
د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان د ملي یووالي حکومت له سیاست نه په ملاتړ وویل، تاجکستان چمتو دی چې له سیمه ییزو هېوادونو، نړۍ او په ځانګړې توګه له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.
رحمان زیاته کړه، چې تر دې مهال له افغانستان سره ۷۰ سندونه په بېلا بېلو برخو کې لاسلیک شوي دي چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې د ځانګړي ارزښت استازیتوب کوي.
اجرایه رییس وویل چې تاجکستان هېواد ته یې د سفر موخه له دغه هېواد سره د اړیکو پراخول دي.
عبدالله زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو بنسټ موجود دی او هڅه کوو چې دغو اړیکو ته په بېلا بېلو برخو کې پراختیا ورکړو.
د اجرایه ریاست د خبرو پر بنسټ عبدالله په دې سفر کې د امنیت، د افغانستان په شمال کې پر ناامنیو او نشه یي توکو سره مبازره د ملي یووالي حکومت د اجرایه رییس او تاجکستان د لومړي وزیر او ولسمشر دخبرو اساسي منځپانګه وه.
عبدالله په هېواد کې د ناامنیو او جګړو زیاتېدل له اساسي ننګونونه و ګنل او زیاته یې کړه، چې د جګړې فصل په پېل سره په هېواد کې جګړو او ناامنیو زور اخیستی او دغه ناامنۍ او جګړې افغانستان شمالي ولایتونو ته هم غځېدلي دي.
ده زیاته کړه، چې افغان حکومت د وضعیت کنترول په لاس کې لري او طالبان په بریدونو کې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.
د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په شمالي ولایتونو کې له ناامنیو اندېښنه وښوده او د ګډو امنیتي تهدیدونو او له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه یې ټینګار وکړ.
اجرایه ریاست په خپرې شوې خبرپاڼې کې د رحمان له قوله لیکلي دي چې "د افغانستان امنیت د تاجکستان امنیت دی او ترهګري، نشه یي توکي او پلان شویو جناتونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي".
سیمه ییزې اړیکې
عبدالله د افغانستان بهرني سیاست ته په اشارې وویل، افغان حکومت په دې لټه کې دی چې خپلې اړیکې د سیمې له هېوادونو سره پراخې کړي.
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه زیاته کړه، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او هېوادونه دېته وهڅوي چې نور په بهرني سیاست کې له ترهګري نه د الې په توګه کار وا نه خلي.
عبدالله وویل، چې افغانستان سیمه ییزو مرستو ته ځانګړی ارزښت ورکوي په ځانکړي توګه د انرژۍ او اوسپنې لیکې تېریدل په سیمه کې افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري.
اجرایه رییس د سولې په اړه زیاته کړه، چې په دې برخه کې هڅې روانې دي او تر دې مهال یې قانع کوونکې پایلې ته نیو رسېدلي.
د تاجکستان ولسمشر د خبرو په ترڅ کې وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې د سیمه ییز پرمختګ له په زیربناوو په ځانګړې توګه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په لویو لارو پانګونه وکړي.
همدارنګه رحمان زیاته کړه، چې تاجکستان هېواد افغانستان ته د برېښنا لېږد ته ادامه ورکوي او د دواړو هېوادونو د پلان په بشپړیدا سره به د افغانستان د برېښنا اړتیا پوره شي.
نوموړي هیله وښوده، چې د افغانستان ګاز تاجکستان ته ولیږدول شي.
نوموړي زیاته کړه، هېواد یې د افغانستان د متخصصانو د روزنې په برخه کې مرستې ته چمتو دی تر دې مهال یې ۲۵۰ تحصلي بورسونه زمېنه برابره کړې ده او دا لړۍ به په نورو کلونو کې زیاته شي.
همدا ډول د تاجکستان لومړي وزیر قاهر رسول زاده له اجرایه رییس سره په خبرو کې وویل، چې هېواد یې د سیمه ییزو مرستو او په ځانکړي توګه له افغانستان سره په ښو اړیکو باور لري.
رسول زاده زیاته کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي لارې فعالو ته لیواله دي. دی وايي چې د سوداګریزو توکو لیږد را لیږد د سولۍ له پروسې سره مرسته کوي.
د دوه اړخیزو مرستیو هوکړه لیک
د غونډې په پای کې اجرایه رییس د تاجکستان له لومړي وزیر او د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ( صلاح الدین رباني او سراج الدین اصلوف) د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو.
عبدالله وویل، چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د دغه هوکړه لیک سر بېره به په بېلا بېلو برخو کې نور هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړي.
ده وویل چې نږدې راتلونکي کې به د مخابراتو او ټکنآلوژۍ په برخه کې د مرستو هوکړه لیک لاسلیک شي چې دا چاره د دواړو هېوادونو تر منځ د اغیزمن کار زمېنه برابره وي.
د تاجکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو د بهرنیو وزارتونو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیکول د اړیکو د لا پراختیا له پاره اغیزمن بولي.
د بینالحکومتي کمېټې رامنځته کول
د تاجکستان ولسمشر له عبدالله سره په لېدو کې غوښتنه وکړه چې یوه بین الحکومتي کمېټه رامنځته کړي تر څو هغه ژمنې چې د دواړو لوري ترمنځ لاسلیک شودي ژر تر ژر یې پلي کړي. د تاجکستان ولسمشر وویل دغه کمېټه به په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو په ښه والي کې کار کوي.
اجرایه رییس وویل چې دغه کمېټه به ژر جوړه شي او په ګډو پلانونه به کار کوي.
ټاکل شوې ده چې عبدالله به په دې سفر کې د نړیوالې غونډې ( اوبه د ژوند له پاره) کې هم ګډون وکړي.
دغه لویه غونډه به د جون له ۹ تر ۱۱ مې پورې په دوشنبې کې جوړه شي او پام کې ده چې په دې ناسته کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونه او کابو ۳۰ نړیوال سازمانونه په کې ګډون وګړي.
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي نان کي مون به هم په دې غونډه کې خبرې وکړي.
د دغه ناستې اصلي موخه د ۱۰ کلونو پلانونو ازول ( اوبه د ژوند له پاره) ( ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۵) دی، چې ملګرو ملتونو یوه لسیزه وړاندې د تاجکستان په وړاندیز دغه پلان د اعلان کړی و.





