
په وروستیو کې د غزني ښار د اعتراضونو له امله نیم رخصت وي او دغو اعتراضونو هغه مهال زور واخېست چې د شېراباد کلي اوسېدونکیو ادعا وکړه چې د محلي پولیسو په جامو کې ځېنو کسانو پر دغه کلي برید کړی. په برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوندي بیول شويدي.
ویل کېږي چې دا اختلافونه د نیخته او شېراباد کلیو د اوسیدونکیو ترمنځ د اوبو وېش پر سر رامنځته شويدي.
د غزني ولایت یو شمېر اوسیدونکیو او مدني فعالانو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د خبرداري په ورکولو سره وویل، که حکومت د دې شخړې مخنیوی ونهکړي؛ په ستر کړکېچ به بدل شي چې کابو کول به يې بیا د حکومت په توان کې نه وي.
د غزني دوه مدني فعالان اقبال شهروند او رحمت سرابي وویل چې ځېنې کسان هڅه کوي د نیخته او شېراباد کلیو اوسېدونکیو حقوقي اختلافونو ته قومي رنګ ورکړي او لهدې نه د شخصي ګټو په پار کار واخلي.
دوی تور پورې کوي چې دا ټولې ستونزې د غزني ځايي ادارې د بېکفایتۍ له امله دي. دوی اندېښنه ښيي چې هره شیبه د دې احتمال شته چې غزني کې قومي جګړه رامنځته شي.

په ورته وخت کې د روحالله یما په نوم د سیمې یو اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل چې شاوخوا ۵ ورځې کېږي د غزني ښار کې هټي، دفترونه او روزنیز مرکزونه په نیمه توګه رخصت دي او هېڅوک په ښار کې په ارامۍ سره تګ ـ راتګ نهشي کولی.
د ښاغلي یما په وینا، د غزني ښار وضعیت اندېښمنوونکی دی او حکومت باید د خلکو د ارامۍ په بېرته راګرځولو هڅه وکړي
د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري سلام وطندار ته وویل چې یو شمېر کړۍ له دغو اختلافونو په ګټې اخېستلو سره هڅه کوي امنیتي ځواکونه بدنام کړي او قومي لانجو ته لمن وهي.
د نوموړي په وینا، د دغو ستونزو هوارولو په موخه خبرې اترې روانې دي.
د غزني اوسېدونکو او مدني فعالانو د ۷ مادهییز پریکړهلیک په خپرولو سره د دغو اختلافونو ختمولو او پېښې څېړنې غوښتنه وکړه.





