
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې د امنیتي ارګانونو له خوا د بهسودو د پېښې په تړاو دوه تورن کسان نیول شوي دي.
د دې ولایت امنیتې مسولین وايي، چې کور ته له ننوتلو وروسته دغو دوو نفرو په هر څه کې مداخله کوله او د کریمنال تخنیک ټیم د پلټنو مخه یې نیوله.
دغې سر چینې د نوم د نه ښکاره کولو په شرط سلام وطندار ته ویلي، چې د پلټونکې ډلې له خوا د پلټنې پر وخت دغو دوو کسانو په کوټه کې د پېښې په اړه د ځېنو اسنادو د پټولو او تښتولو هڅه کوله او ټینګار یې کولو، چې د پلټونکو د کارونو په سر ته رسولو کې خنډ واقع شي.
د ده پر وینا، د کوټې د پلټنې پر وخت یادو کسانو یو مبایل هم پټ کړ او د وژل شوو کسانو د راویستلو پر وخت یې شور جوړ کړ او د پلټنې ډلې له خوا ونیول شول.
وړمه ورځ څو تنو مېلمنو په بهسودو ولسوالۍ کې د کوربه ډوډۍ خوړلې، خو کله چې کوربانه اوده شوي، نو د دوو مياشتو له ماشوم څخه نيولى، تر پنځو کلونو پورې پنځه ماشومان، ښځه خاوند او د خاوند د مور په ګډون اته نفره يې وژلي دي.
نن سه شنبې د مشرانو جرګې غړو د بهسودو پېښه په خپل رقم کې ډېره دردوونکې پېښه وبلله. دوی له حکومت نه په ټینګار سره غوښتنه وکړه، چې د پېښې عاملین پيدا کړي.
له دې سره هم مهاله د بهسودو د پېښې په اړه په خواله رسنیو کې د ننګرهار د والي سلیم کندوزي د ګوښه کېدلو اوازې خپرې شوې.





