
وسله والو طالبانو د پنجشنبې ماښام د ۴۰۴ بس ۵۰ تنه سپرلۍ د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د کابل ـ بلخ په لاره له موټره کوزې کړي دي.
د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار ته وویل، دغه موټر په داسې حال کې چې د فاریاب مرکز میمنې څخه د کابل په لور روان و د «ریګریشن» په سیمه کې طالبانو یې مخه نیولې او سپاره مسافر یې له ځان سره وړي.
معصومي زیاته کړې، طالبانو همدا ډول د ځېنو وړو موټرو ډريوران هم له ځانه سره وړي دي.
ولسوال زیاتوي، امنیتي ځواکونه سیمې ته لیږل شوي خو تر اوسه د یرغمل شويو مسافرو په را خوشې کولو نه دي بریالي شوي.
د سرچینې په وینا، په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تر ناوخته سخته جګړه شوې ده.
سرچینه همدا ډول وايي، چې د پېښې په ځای کې پاتې شوي وسایط د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دي.
د کابل ـ بلخ په لاره دمیمنې او جوزجان ځېنې سیمې په دې ورستيو کې ددې لارې د ناامنو هغو څخه یاديږي. درې اونۍ وړاندې هم د دولت اباد او قرم قول ولسوالیو ترمنځ د جنګل سیمې څخه وسله والو طالبانو ۱۱۰ تنه مسافر له ځانه سره وړي و چې ۱۰۳ یې دوه ساعته او ۷ نور یې له یوې اونۍ وروسته بیا را ازاد شوي وو.





