پروژیي مبارزه پر ښځو د زور زیاتي مخنيوی نه شي کولای

د مارچ ۸  یا د ښځو نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي، چې اوس هم په افغانستان کې د ښځو پر د زور زیاتي کچه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو ده.

د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مشره رحيمې ظریفي سلام وطندار ته وویل، سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۰۰۰ قضيې ثبت شوي دي او دغه شمېره د تېره کال په پرتله زياتوالی ښيي.

مېرمن ظریفي وايي، چې یواځې د يادې شمېرې ۹۸ سلنه له وخت وړاندې ودونه، طلاق، کورنی تاوتريخوالی، قتل او تجاوز قضيې جوړوي.

نوموړې زياته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په موخه مبارزه کول يواځې د دولت کار نه دی او باید دغه مبارزه کې عام وګړي هم مرسته وکړي.

دښځو چارو وزارت دغه چارواکې زیاتوي، دولت يواځې کولای شي، چې دعامه پوهاوي، د قانون پلي کول، له فساد سره مبارزه او امنیت په برخو کې د خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

سرچينه مخکې وايي، که چيرې عام خلک په دغه برخه کې مرسته ونه کړي، نو دولت به په يواځې توګه بریالی نه شي او د تاوتريخوالي کچه به لکه د سږکال په شان ورځ تر بلې زياتوالی و مومي.

همدارنګه ځينو د ښځو چارو فعالانې د تاوتريخوالي د کچې له زياتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي، چې مونږ به د لنډ مهالې او د پروژوي مبارزو په پلې کولو سره و نه شو کولای، چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي مخنيوی وکړو.

د ښځو د ټولنې مشره مهناز صادقي سلام وطندار ته وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې، چې په دغه برخه کې د سړک پر غاړې د ښځو ازارول ښه بېلګه په ګوته کېدلی شي.

 صادقي زياتوي، چې اوس مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې لپاره پروژې اخيستل کيږي او دغه لنډ مهالې پروژې او سيمينارونه نه شي کولای، چې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

مېرمن صادقي وايي، چې تاوتريخوالی د ښځې او خاوند په منځ کې د يو بل د حقوقو د نه پېژندلو په پایله کې منځ ته راځي او باید په دغه برخه کې ډير کار وشي.

دغه فعالانې وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په برخه کې، چې دولت تر اوسه مبارزه کړې ښه پایله يې نه درلوده او باید په دغه برخه د دولت له لورې رغنده ګامونه پورته شي.

اخوا بيا د ښځو د حقونو بلې فعالې تورپېکۍ سلام وطندار ته و ویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې لوړېدلو عمده لاملونه دودیزه ټولنه او د خپل خاوند د حقوقو په اړه د ښځې معلوماتو نشتوالی دی.

تېره پنجشنبه د مارچ په ۵ د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت ولسمشر غني یوځل بیا ټینګار وکړ، چې په ټولنه کې به د افغان ښځو د رول په برخه کې بنسټیز بدلون راولي.

ولسمشرمحمد اشرف غني وویل، حکومت ژمن دی چې د افغان ښځو تېرې ۱۳ کلنې لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې کړي.

غني زیاته کړه ، چې په راتلونکي کې به د ښځو لپاره يو ځانګړی پوهنتون په کابل کې جوړوي او نور به په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام