د جنسي تېري پر وړاندې اعتراض؛ طالبانو پر معترضانو ډزې کړي

د تخار په خواجه‌غار ولسوالي کې امنیتي مسوولان د طالبانو له لوري د درې معترضانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

دا پېښه پرون په یاده ولسوالي کې شوې ده.

د خواجه‌غار امنیه قوماندان محمداسحاق سلام‌وطندار ته ویلي، یاده پېښه هغه مهال شوې چې د دوبندې، چیچکې او مینګ‌چقور سیمو اوسېدونکو پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د طالب جنګیالیو د نه محاکمه کولو په غبرګون کې لاریون وکړ.

د نوموړي په وینا، معترضانو له طالب ډلې غوښتي چې د جنسي تېري عاملان د خلکو په مخ کې را وځړوي، خو طالبانو پرې ډزې کړي چې له کبله یې ۳ معترضان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

په تخار کې ولسي سرچینو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په خواجه‌غار ولسوالي کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د طالب وسله‌والو له لوري د جنسي تېري خبر ورکړ.

هغوی ویلي چې څلور طالب جنګیالیو د شپې خدای‌نور ملنګ په نوم د یوه کس دوبنۍ کيږدۍ ته ورغلي او پر لور یې جنسي تېری کړی دی.

د خواجه‌غار قوماندان زیاتوي، طالبانو د یادو سیمو په کوڅو کې خپل وسله‌وال درولي، څو په لاریون کې د خلکو د ګډون مخه ونیسي.

په خواجه‌غار ولسوالي کې یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، د خلکو د اعتراض لامل د هغو ۴ طالب جنګیالیو نه نیول کېدل ښيي چې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.

د سرچینې په وینا، طالبانو یاد ۴ کسان د خواجه‌غار له بندخونې بل ځای ته لېږدولي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام