په افغانستان کې د ميشت امريکايي ځواکونو یو لوړ پوړي جنرال ويلي، چې سرتيري يې د افغانستان د جګړې نوي فصل ته پوره چمتووالی لري.
نوموړي ويلي، د ولسمشر اوباما له هغې پرېکړې وروسته، چې د امريکايي ځواکونو په اړه يې وکړه، دوی خپل پلان جوړ کړ، څو د سږکال د پسرلني عملياتو او جګړو له پاره تياری ونیسي.
کله، چې ولسمشر غني امريکا ته لاړ، نو د اوباما څخه يې غوښتنه وکړه، څو د افغانستان حالاتو ته په پام سره باید امريکايي ځواکونه ژر ونه وځي.
اوباما بيا پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۱۵ م زيږديز کال تر پایه پورې باید امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
دی وايي، له افغانستانه د وتلو پرځای د جګړې نوی فصل ته تياری نيول شوی دی.
د جنرال ماېيک مري په وينا، د پاکستان سره په اړيکو کې مثبت بدلون او له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې پرمختګ دغه فصل ډېر مهم کړی دی.
د امريکا نظامي ورځپاڼې (آرمي ټاېمز) سره په مرکه کې جنرال مري ويلي، دغه پسرلني عمليات ډير مهم دي او ښايي طالبان هم په دې عقيده وي، چې د دوی لپاره دغه فصل ډېر اړين دي.
د دغه امريکايي جنرال له خولې ويل شوي، د اپرېل په ۹ مه نېټه په مزار شريف ښار کې پر محکمې بريد څرګندوي، چې وسله والو خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی او ښایي دوی د خارجي ځواکونو پرځای داځل افغان چارواکي او نظاميان په نښه کړي.
هغه په هلمند ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو مستقل عمليات وستايل.
جنرال مري د داعش ډلې په اړه وويل، چې په افغانستان کې د دې ډلې له پاره د جذب لړۍ په ډېره کمه کچه روانه کړې.
دی وايي، له دغې ډلې سره زياتره هغه کسان يوځای شوي، چې پخوا د طالبانو په ډله کې و او اوس د نا معلومو دلايلو له کبله د دغې ډلې سره يوځای شوي دي.





