د تخار پولیسو ته له څوو میاشتو راهیسې مېوه او ترکاري نه رسېږي

د تخار ځایي مسوولان وايي چې له ۶ میاشتو راهیسې د دې ولایت پولیسو ته د مېوو او ترکاریو د نه رسېدلو تر څنګ له نږدې وخت راهیسې د غوښې او وچې ډوډۍ ور وړل هم بند شوي‌دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل‌ اسیر وایي چې د تخار د پولیسو د میوو او ترکاریو قراردادي تښتېدلی دی.

د تخار مرستیال والي او د پولیسو د اعاشې د څار کمېټې مسوول فرید ذکي وايي چې د تدارکاتو کمېټې او قراردادي شرکت ترمنځ د پولیسو د خوراکي توکیو د تامین قراداد لاسلیک شوی‌دی. د تخار والي زیاته کړه چې ستونزه یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړې‌ده.

د تخار ولایتي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې باید د تخار د پولیسو قطعو ته لومړی درجه خوراکي مواد ورکړل شي؛ په‌داسې حال کې چې د دې ولایت پولیسو ته درېيمه درجه خوراکي توکي ورکول کېږي.

امنیتي ځواکونو ته د خوراکي توکیو د نه رسېدلو موضوع نوې نه‌ده. له‌دې مخکې له کندوز او او فاریاب نه هم امنیتي ځواکونو ته د خوراکي توکیو د نه رسېدلو راپورونه خپاره شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام