
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما وايي، د ۲۰۲۰ کال له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې د ماشومانو په ګډون، ۵۳۳ ملکیان وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راپور په مارچ میاشت چې تمه وه حکومت او طالبانو پهکې د سولې خبرې پیل کړې وای، خو ونه شوې، د جګړې کمولو او د کورونا ویروس د مخنیوي هڅو ته د لومړیتوب ورکولو پر ځای د تاوتریخوالي ډېروالي ته اشاره کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا الینز وايي: " زه پر ټولو اړخونو غږ کوم چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي لهخوا د نړیوال اوربند د غوښتنې له فرصت نه ګټه پورته او له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره چې کورونا ویروس دی، پر ټولیزو هڅو تمرکز وکړي. په افغانستان کې د بې شمېره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښې راتلونکې په اړه ملت ته د هیلې ورکولو لپاره اړینه ده چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي."
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی د تاوتریخوالي او ملکي مرګژوبلې ډېرېدو ته اندېښنه لري او وايي، دا دوره ځکه ډېره د پام وړ ده چې تر دې وړاندې د حکومت پلوو ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اورکم دوره تېره شوه او ورپسې د فبروري پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه وشوه.
د یوناما په دغه راپور کې لیکل شوي، د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ ربعې په جریان کې د ملکي مرګژوبلې ۵۵ سلنه د حکومت مخالفو ته راجع کېږي. په دې سلنې کې ۳۹ سلنه طالبانو او پاتې په داعش او نورو وسلهوالو ډلو پورې اړوندېږي.
همداراز دغه راپور ښيي چې په یاده موده کې حکومتي ځواکونه هم د ۳۲سلنه ملکي مرګژوبلې مسوولیت لري او یوناما له همدې امله اندېښنه لري.
د یوناما د تازه راپور او پهکې ملکیانو ته د مرګژبلې ډېروالي ته د ملکي وګړیو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
د کونړ ولایت اوسېدونکي قضافي مل او قیام خیام په جګړه کې له ښکېلو اړخونو غوښتنه لري چې د ملکي وګړیو ژوند ته پام وکړي.
دوی وايي، په هېواد کې د روانې جګړې تر ټولو ډېره مرګژوبله ملکیانو ته رسېږي او ښکېل لوري باید د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.
د ملي امنیت شورا بیا ویلي، له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته یادې ډلې ۷۸۹ ملکي وګړي وژلي، خو د اپرېل پر ۲۶مه پرون یکشنبه طالب ویاند ذبېحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امنیت شورا دا ادعا بېبنسټه وبلله.
طالبان وايي، ملکي وګړي د حکومت او بهرنیو ځواکونو په هوايي بمباریو او توغندیزو بریدونو کې وژل کېږي.
دغه راز طالبانو په خپلې تازه اعلامیه کې د ملکي وګړیو د مرګژوبلې په اړه د یوناما راپور رد کړی او په دغه راپور کې د ملکي تلفاتو ۳۹ سلنه په طالبانو پورې تړل یې د هغوی په وینا، د حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري پر ملکي مرګژوبلې د پردې اچول بللي دي.
کوښښ مو وکړ چې د یوناما د راپور په اړه د حکومت تازه نظر هم واخلو، خو له څو ځلي هڅو سره سره بریالي نه شوو.





