هغه سیمه چې عام او خاص خلک یې پېژني او د شهرت کیسې یې کېږي؛ اوس د نشه يي توکو او روږدو کسانو په مرکز بدله شوې ده.
"قلعت الغزنین" په غزني ولایت کې یوه کلا ده، چې د ورځې په سلګونه روږدي کسان دې کلا ته د نشه یي توکو د پلور او پېر له پاره ورځي.
د دغه ولایت نشه یان او په نشو روږدي کسان وايي، چې په دغه لرغوني تاریخي کلا کې هر ډول نشه یي توکي په عمده او پرچون ډول پیدا کیږي.
دوی سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، په دې سیمه کې د نشه یي توکو په پلورلو کې له ۲۰ تنو زیات کسان لاس لري او امنیتي مسولینو تر اوسه پورې د دغو کسانو مخه نه ده نیولې.
د دغو روږدو کسانو پر خبره، یو شمېر امنیتي کسان په دغه سیمه کې د نشه یي توکو له پلور څخه ملاتړ کوي.
پر نشه روږدی جاوید وايي، چې هر ورځ دې کلا ته ورځي او څو ځله یې نشه پرېښېده، خو د وزګارتیا، د ټولنې او کورنۍ ناسم چلند، د حکومت نه پاملرنه او د نشه یي توکو ازاد او زیات پیدا کېدو له امله یې بیا نشې ته مخه کړې.
جاوید وايي، چې ځېنې امنیتي سرتېري دې کلا ته راځي او د روږدو کسانو څخه مبایل، پيسې او نور لوازم وړي او یا هم پر نشه یانو امنیتي پوستې جوړوي.
غزنی هغه ولایت دی، چې نشه يي توکي په کې نه کرل کیږي، خو څه ډول دغه نشه يي توکو له امنیتي تلاشیو د دغه ولایت مرکز ته راوړل کیږي؟
له زیاتو هڅو وروسته بریالي شو، چې د نشه یي توکو له یو پلورونکي څخه د دغې پوښتنې له پاره ځواب واخلو.
ده د نوم نه اخیستلو په شرط له سلام وطندار سره خبرې وکړې او ویې ویل، د نشه يي توکو د لېږد له پاره امنیتي پوستو ته بډې ورکوي او د نشه يي توکو د لېږد له پاره له ماشومانو او مېرمنو څخه استفاده کوي.
د نشه يي توکو دغه پلورونکي وویل، په غزني ولایت کې د پوډر، شیشه، چرس او هېرویینو ګرم بازار لري او له دې لارې زیاتې پیسې ګټي.
د دغه ولایت امنیې قومندان امین الله امرخېل بډې اخېستنې، او د نشه يي توکود قاچاق سره د ځېنو امنیتي ځواکونو د مرستې خبره مني او وايي، چې په تازه ګۍ سره یې اطلاعات تر لاسه کړي، چې یو شمېر امنیتي سرتېري او مسولین ښار ته د نشه يي توکو په راوړلو کې لاس لري.
امرخېل وايي، چې غزني ته د نشه يي توکو د لیږد، پېر او پلور د مخنوي له پاره یې یو پروګرام جوړ کړی دی.
ده همدا ډول وویل، چې په نشو د روږدو کسان څخه د مزدور کار په توګه ګټنه بې له مزد څخه ناقانونه کار دی او له عاملینو سره به یې قانوني چلند وکړي.
د غزني ولایت پر نشو د روږدو کسانو د روغتون مسول ډاکټر نصرالله نعیمي وايي، چې په دې ولایت کې پر نشو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی او زیاتوي ، چې په ښار کې د پرېمانه نشه يي توکو پیدا کېدو زموږ درملنه بې پایلې کړې ده.
نعیمي وویل، چې تر اوسه پورې یې د ۳۵۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې ده او ۵۰ تنه نور یې په تازه ګۍ سره د درملنې لاندې نیولي دي.
د دغه روغتون مسول وايي، چې د نشه يي توکو د سوداګرو له لوري یې د دفتر مامورین هم ګواښل شوي دي.
د غزنین کلا لرغونتیا چې د قلعت الغزنین په نوم مشهور ده، له میلاده مخکې کلونو ته رسیږي.
دغه کلا په بېلا بېلو پېرونو کې د یوې مرکزي کلا په توګه کارول شوې ده.
له ۲۵۷ تر ۲۵۹ کلونو کې پورې له دغې کلا څخه یعقوب لیث صفاري د نظامي مرکز په ډول کار اخیست.
غزنین کلا د غزنویانو دریم سلطان مسعود له خوا هم د نظامي کلا په توګه کارول کېده او د افغان انګلیس په جګړې کې هم د نظامي مرکز په توګه وکارول شوه.





